ولسي جرګه د ولسمشر وروستۍ پرېکړه د افغانانو د درد بیان ګڼي

د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د پاکستان د ۵۰۰ میلیونو ډالرو د مرستو د رد په تړاو د افغان ولسمشر وروستۍ څرګندونې د ولسي جرګې او افغان کارپوهانو له هرکلي سره مخ شوي دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې په عمومي مجلس کې د پاکستان څرګندو مداخلو په تړاو خبرې وکړې او د پاکستان په وړاندې یې د ولسمشر له وروستي دریځه ملاتړ وکړ.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"موږ د پاکستان د څرګندو مداخلو او د مرستو د رد په تړاو د ولسمشر له دریځه ملاتړ کوو، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان شته ستونزو ته په کتو، په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په تړاو ولسمشر د افغان ملت درد بیان کړ او موږ له ولسمشره مننه کوو."

له بله پلوه د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي خالد پښتون د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان ولسمشر د افغانستان په داخلي چارو کې د پاکستان له مداخلو نه د افغانستان نارضایتي نړیوالې ټولنې او پاکستان ته ورسوله.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت د پاکستان دومره ډېره مرسته یعنې ۵۰۰ میلیونه ډالره ردوي، دا په دې معنی نه‎ده چې موږ خود کفا شوي یو، دا په دې معنی ده چې د افغانستان مشرتابه د پاکستان څخه خپله نارضایتي ښکاره کړه."

دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه مطرح کېږي چې د افغانستان ولسمشر د هند په امرتسر کې د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې د پاکستان له‎خوا د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې له اخیستلو انکار وکړ.

ښاغلي غني په دغې ناسته کې وویل، د پاکستان مرستې نه‌غواړم، بلکې له پاکستانه مې دا غوښتنه ده چې له کرښې اخوا د ترورېستانو په وړاندې مبارزه وکړي.

پاکستان د بروکسل په ناسته کې د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ د افغانستان د بیارغونې او ابادۍ لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د اسیا زړه کنفرانس ګډون‌وال رهبران

په ورته وخت کې افغان کارپوه داود مایار هم پاکستان په سیمه کې په ځانګړي توګه په اسیا کې د ترورېزم اصلي عامل ګڼي او وايي چې دغه مسئله يوازې د افغانستان نه بلکې د سیمې د يو شمېر نورو هېوادونو د نارضایتۍ سبب هم شوې ده.

ښاغلي مایار زیاته کړه:

"د خوښۍ ځای دا دی چې هند او افغانستان دواړو په ګډه دا خبره وکړه چې پاکستان د اسیا لپاره د ترورېزم له پلوه يو خطر دی او په سیمه کې د ترورېزم عامل دی، دا به د پاکستان لپاره د خطر زنګ وي او پاکستان به مجبوره شي چې په خپل ترورېستي خارجي سیاست کې اصلاحات راولي او په سیمه کې د ترورېزم عامل نه‌شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې هېواد به‌يې د افغانستان د سولې پروسې او امنیت د ټینګښت په برخه همکاري وکړي.

له بله پلوه ښاغلی مایار وايي، د پاکستان په خارجي سیاست کې د ترورېزم تربیه ځای لري او هڅه کوي له دې وسیلې څخه د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه د هند او افغانستان د کمزوري کولو لپاره ګټه واخلي.

راپور: محمد واصل وصال