د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

غني: افراطیت سره د مبارزې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده


ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه باید په سیمه کې د روان کړکېچ د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

ښاغلي غني د يکشنبې په ورځ هند کې د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې وویل، د ترورېزم او افراطیت سره د مبارزې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه وویل، په دې برخه کې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه‌يې توقع دا ده چې د ترورېزم سره‌یې مبارزه عملي بڼه ولري.

ولسمشر اشرف غني او نرېندرا مودي
ولسمشر اشرف غني او نرېندرا مودي

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د پاکستان عملیاتي ځواکونه باید هغه ځایونه په نښه کړي چې هلته ترهګریزې ډلې دي او افغانستان ته ورڅخه تهدیدونه موجود دي، زموږ توقع د ګاونډي هېواد پاکستان څخه دا ده چې په سیمه کې د ترورېزم په وړاندې خپله مبارزه په عمل کې ثابته کړي."

ښاغلي غني همدارنګه سیمه کې اقتصادي اړیکې مهمې وبللې او ویې‌ویل چې افغانستان باید د پېوستون د يوې نقطې په توګه د سیمې د پروژو په مدیریت کې برخه ولري.

د اسیا زړه په شيږم کنفرانس کې د هند په امرتسر کې د نړۍ نېږدې څلوېښتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.

د سیمې په کچه له ترورېزم سره مبارزه او په افغانستان کې د ثبات لپاره همکاري د دغه کنفرانس له کلیدي اهدافو څخه دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز هم د پاکستان په استازولۍ په دغه کنفرانس کې برخه اخیستې.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز

دغه کنفرانس په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل-اسلام‎اباد او اسلام‎اباد-نوې ډېلي تر منځ اړیکې زیاتې ترینګلې شوي.

له بلې‌خوا د هند صدراعظم نرېندرا مودي له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي د اسیا زړه په شپږمه ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان ثبات ته تر ټولو جدي ګواښ د دغه هېوادونو له سرحدونو له اخوا څخه متوجه دی.

ښاغلي مودي د افغانستان سره د اړیکو په تړاو په‎ خپلو خبرو کې وویل چې هېڅکله هم باید له ترورېستانو او د دوی له بادارانو څخه ملاتړ ونه‎شي.

نوموړی وايي:

"افغانستان ته ستر تهدیدونه د افغانستان له سرحده دباندې نه متوجې دي، په سیمه کې باید د دغې پدېدې سره مبارزه وشي او د ترورېستانو او د دوی له بادارانو سره باید په هېڅ صورت مرسته ونه‎شي."

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان او هند تل پاکستان له ترهګرو سره په ملاتړ تورن کړی دی خو اسلام‎اباد بیا دغه تورونه رد کړي دي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، که افغانستان وکړای شي په دې حساسو شرایطو کې د سیمې د هېوادونو رښتينې همکاري جلب کړي، نو ډېرې ګټې به ولري.

سیاسي کارپوه محب‌الله صمیم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا ډول ناستې هغه مهال ډېرې مؤثرې تمامېدای شي چې پرېکړې يې په دوامداره توګه د افغان حکومت له لوري تعقیب شي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه:

"سیمه کې چې اوس کومې ډیپلوماتیکې اړیکې دي، اقتصادي غوښتنې دي، د دې لپاره پلاني ځواب دی په اوس کې چې موږ او تاسو يې په اینده کې عملي بېلګه وکتلای شو، د دې لپاره په کور دننه او د کوره دباندې دغسې یوې تګ‎لارې ته ضرورت لیدل کېده، بالاخره دغسې پلانونه جوړ کړی شي چې په هغه کې د سیمې د مشرانو اتفاق رامنځته شي او د عملي کېدو لپاره‌يې ګډ کار وشي."

د اسیا زړه پنځه پخوانۍ ناستې ظاهراً د نه‌همغږۍ او د باور د فضا د موجودیت د افغانستان په سولې او امنیت کوم خاص اغېز نه‌دی لرلی.

خو د سیاسي چارو کارپوه محب‌الله شریف په اند دا ځل د سیمې د هېوادونو د همکارۍ فضا بل رنګ لري او ډېره هیله‌مندي موجوده ده چې په دغې ناسته کې د طرحو عملي کېدل په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره يو ښه زېری ولري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG