د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

وېسا: پاکستان بد لوبغاړی دی خو ترده ډېر بد لوبغاړي نور دي


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره د اسیا زړه د شپږمې ناستې او په دغه ناسته کې د ولسمشرغني د هغه څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي چې ګواکې پاکستان باید له افغانستان سره د مالي مرستې پرځای په خپله خاوره کې ترهګر وځپي.

د وېسا ورځپاڼې پاکستان د سیمې بد لوبغاړی دی خو تر ده ډېر بد لوبغاړي نور دي ترعنوان لاندې په خپلې سرمقالې کې کښلي چې ولسمشرغني پرون په هند کې د اسیا زړه کنفراس ته د پاکستان د سیاستونو په اړه توندې خبرې وکړي.

ولسمشر د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار ته په خطاب کې له افغانستان سره د پاکستان ۵۰۰ میلیونه ډالرو اعلان شوې مرستې رد کړې او ویې ویل چې پر دې پیسو د افغانستان هېڅ ستونزه نه هوارېږي خو پاکستان په دې پیسو د ترهګرۍ خلاف اغېزمن اقدمات کولای شي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې د سرګردانه پاچا له عشق اباد تر امرتسره تر عنوان لاندې په خپلې مقالې کې کښلي هغه بیله زمانه وه چې خوار به په هندوستان کې هم خوار وو، اوس د ګلوبل ویلج نړۍ ده که په وطن کې خوار یې خو په هندوستان کې به داسې دوستان پیدا کړې چې د وطن په نامه دې د اسیا زړه کنفراس جوړ کړي.

سرمقاله لیکونکی وايي، د اسیا زړه کنفراس کې چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکارسرتاج عزیز هم ناست و نریندرا یو ځل نه بلکې په کراتو ولسمشرغني یوازې دوست نه بلکې د شریک خطاب هم ورته وکړچې دا کلمه له سیاسته نیولې ترسوداګرۍ پورې خپلې ځانګړې معناوې لري.

د سرخط ورځپاڼې هم د یوازې سیمه ییز فشار پاکستان له وران‎کارۍ راګرځولی شي ترعنوان لاندې په خپلې مقاله کې د اسیا زړه کنفراس مهم اغېزته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکی وايي، په سیمه ییزه کچه د پاکستان منزوي کول مهم دی او دا چاره پاکستان ته ستونزې جوړوي او له فشارونو سره یې مخ کولای شي.

سرمقاله لیکونکی همدا راز وايي چې د سیمې د هېوادونو کار نه‎ده فشار پاکستان اړ کولای شي چې په افغانستان خپل ورانکاره رول راکم کړي خو پوښتنه یې کړي چې ایا رښتیا پر پاکستان سیمه ییز فشار راتلای شي؟

او د هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د اسیا زړه کنفراس د پاکستان په ملامتیدو پای ته ورسېد.

هېواد ورځپاڼه وايي چې د اسیا زړه په ناسته کې د هند صدراعظم نریندرا مودي د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیزڅخه په زغرده دا وغوښتل چې په افغانستان او سیمه کې ترهګري پای ته ورسوي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG