ستره محکمه ولې ونه توانېده چې د استیضاح شویو وزیرانو په اړه تصمیم ونیسي

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، سترې محکمې پردې ارګان د موجود فشار له کبله تر اوسه د استیضاح شویو وزیرانو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

دوی، وايي، که څه هم حکومت او ولسي جرګې ستره محکمه ترفشار لاندې نیولې، خو ستره محکمه باید د هېواد نازکو حالاتو ته په کتو د استیضاح شویو وزیرانو په اړه ژر تصمیم ونیسي.

یاد کارپوهان وايي، ستره محکمه په دغه مسئله کې د ولسي جرګې او حکومت له لورې تر سخت فشار لاندې ده.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه موسی فریور وايي، دا چې سترې محکمې د استیضاح شویو وزیرانو په اړه د زیاتې مودې په تېرېدو لاهم پرېکړه نه ده کړې اصلي لامل یې پر دغې ادارې د ولسمشر او ولسي جرګې فشارونه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر په درې واړو قواوو او په خاصه توګه په قضایه قوې اغېز لري نو له همدې کبله د عمومي افکارو او د ولسي جرګې د فشار له کبله تر اوسه قضا په دې نه توانېدلې او یا جرأت یې نه دی کړی د اساسي قانون د ۹۲مادې په اړه خپل نظر څرګند کړي."

شااوخوا شل ورځې وړاندې حکومت د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د استیضاح موضوع او د اساسي قانون د ۹۲ مادې تفسیر چې پر اساس یې باید وزیران په موجه دلایلو استیضاح شي د تفسیر لپاره سترې محکمې ته راجع کړه.

ولسي جرګې۷ وزیران سلب صلاحیت کړل.

هغه مهال د حکومت او په خاصه توګه د ارګ ماڼۍ استدلال دا وو چې ګواکې ډېری وزیران له موجه دلایلو پرته استیضاح شوي دي.

د ولسي جرګې ځینو غړیو د حکومت یاد اقدام غیرې قانوني بللی وو او دا یې هم ویلي که حکومت له خپل دریځه وانه وړي دوی به د ۱۳۹۶کابل بودجه تصویب نه کړي او د بې واکه شویو وزیرانو کړنې غیرې قانوني دي.

خو حکومت ویلي چی سلب صلاحیت شوي وزیران دي د سترې محکمې تر فیصلې پورې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

له دې ټولو سره ـ سره پر اساسي قانون د څار د کمېسیون پخوانی مشر قاضي ګل رحمان وايي، ستره محکمه باید د دغې موضوع د حل په برخه کې اقدام وکړای.

قاضي ګل رحمان:ستره محکمه باید د دغې موضوع د حل په برخه کې اقدام وکړای.

نوموړي زیاته کړه:

"یو علت یې دا دی چې دا موضوع سیاسي ده او ستره محکمه باید په دې موضوع کې ځان ښکېل نه کړي، دوهمه خبره دا ده چې دوی د اساسي قانون په ۹۲ ماده کې کوم ابهام نه ګوري او د تفسیر او توضیح ضرورت یې هم نشته، کومو موضوعاتو ته چې تاسو اشاره وکړه دوی ولې دا خبره نه کوي؟دا نو جرأت غواړي او جرأت د هرې ادارې او کارکونکي له مهمو صفتونو څخه دی چې مسؤلیت ومني او په خپل کار کې جرأت ولري."

اخوا د افغانستان د ارګ ماڼۍ بیا دا نه مني چې ګواکې حکومت او په خاصه توګه ولسمشر د وزیرانو د استیضاح په مسئله کې پر قضا فشار راوړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

مینه پال: د حکومت له لورې د فشار هیڅ ډول هڅه نه ده شوې.

"که چېرته حکومت پر سترې محکمې فشار اچولی وای چې نتیجه به یې د خپلې خوښې مطابق ډېر ژر غوښتې وای دا چې قضا مستقله ده بناً د حکومت له لورې د فشار هیڅ ډول هڅه نه ده شوې."

د ښاغلي مینه پال په خبره حکومت او په خاصه توګه ولسمشر د قضا استقلالیت ته احترام لري او هیڅکله یې هڅه نه ده کړې چې د هغوی په چارو کې مداخله وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سترې محکمې نظر هم واخلو خو بریالی نه شو.

خو تردې پخوا په سترې محکمې کې ځینو منابعو ویلي چې ډېر ژر به د خپلو څېړنو نتایج اعلان کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس