ولسمشر غني: افغانستان کې جنسیتي بې‌عدالتي باید پای ته ورسېږي

ولسمشر غني وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ملي او جدي ستونزه ده چې د مخنیوي اقدامات‌یې باید لس برابره زیات شي.

ولسمشر غني چې د چهاشنبې په ورځ‌یې په ارګ ماڼۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې جنسیتي بې‌عدالتي پای ته ورسېږي.

ښاغلي غني د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د یوه جدي ملي مشکل په توګه یاد کړ او ویې‌ویل چې حکومت په دې برخو کې د ستونزو حل ته ژمن دی.

غني: حکومت په دې برخه کې د ستونزو حل ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه:

"ښځه د لومړۍ درجې شخصیت لري او د ښځو په توګه ورته احترام کېږي او پر رول‌یې دا دولت کاملاً ژمن دی او تشخیص دا دی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله پدیده او له بده‌مرغه جدي او ملي مشکل دی."

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزیرې مېرمن دلبر نظري چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و وايي، جنګ او نورو ستونزو د ښځو ژوند اغېزمن کړی دی.

مېرمن نظري وايي، روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا درې زره او څلور سوه قضیې ثبت شوې دي.

نوموړې وايي، تر هغې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي ريښې وچې نه‌شي په لنډه موده کې د دې ستونزې حل ناممکن دی.

نظري: جګړو او نورو ستونزو د ښځو ژوند اغېزمن کړی.

نوموړې زیاته کړه:

"د جنګ دوام، فقر، بې‌سوادي او محرومیت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې په جدي توګه اغېزمنې کړې دي."

د فاطمې په نوم افغان مېرمنې بیا په دې غونډه کې د خپل تېر ژوند کیسه چې ګواګې خاوند یې پرې ډېر ظلمونه کړي دي بیان کړه:

"زه مې خاوند تر دې حده وهلم چې حتی درېدای او کېناستلی نه‌شوم په کېبل او لرګي به‌یې وهلم چې وروسته به مې بدن تکه تکه کېده."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا وايي، دا مهال په هېواد کې لسګونه زره نجونې له تاوتریخوالي سره مخ دي چې دا وضعیت د زغم نه‌دی.

ښاغلی عبدالله وايي، که څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی د حکومت اساسي مسؤلیت دی، خو ټول په دې برخه کې مسؤلیت لري چې باید ادا یې کړي.

عبدالله: د تاوتریخوالي مخنیوی د حکومت مسؤلیت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"نه د اسلام، نه د بشري حقونو او نه‌هم د نړیوالو قوانینو له مخې کوم وضعیت چې نن حاکم دی په هېڅ وجه د منلو نه‌دی او نه‌هم باید چا ته د زغم وړ وي او زه خپلو خلکو ته دا ډاډ ورکوم چې په دې برخه کې حکومت رښتینې ژمنتیا لري، خو زموږ هڅې هغه مهال نتیجه ورکولای شي چې ټول ژمن واوسو."

ښاغلی عبدالله وايي، که څه هم په اکثرو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته رسېدنه کېږي، خو په ورځنیو چارو کې دغه ستونزه بابېزه ګڼل کېږي.

نوموړی وايي، ډېری وخت هغوی چې د تاوتریخوالي قرباني شوي او اړونده بنسټونو ته د عدالت د تطبق لپاره مراجعه کوي په یو بل شکل ځورول کېږي او تاوتریخوالی ورسره کېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس