د لښکرګاه پر دوهمه حوزه د وسلهوالو پراخ برید په شا تمبول شوی دی.
د هلمند ولایتي شورا وايي، وسلهوالو غوښتل لښکرګاه ته سقوط ورکړي، خو امنیتي ځواکونو وسلهوال په شا وتمبول.
د والي ویاند وايي، د دوهمې حوزې پر یو شمېر امنیتي پوستو برید کې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو ورځو راهیسې د لښکرګاه په دوهمه او درېیمه حوزه کې د وسلهوالو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي.
په دې اړه له هلمنده د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5