د والي ویاند: د هلمند خانشین ولسوالۍ سقوط کړی

د هلمند د والي ویاند د خانشین ولسوالۍ د سقوط خبره تائید کړه.

عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل د لوړپوړو چارواکو د پرېکړې پر اساس هغه سرتېري چي په خانشین ولسوالۍ کې ځای پر ځای ول راوتلي دي.

ځواک وویل یاد سرتېري به د ګرمسېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې په پیل کېدونکو عملیاتو کې برخه واخلي.

ځواک زیاته کړه د ګرمسېر ولسوالۍ په یو شمیر مهمو سیمو کې عملیات کوي او غواړي په سیمه کې موجود امنیتي تهدیدونه له‌منځه یوسي.

هغه وویل د ګرمسېر ولسوالۍ تر عملیاتو وروسته به اړوند سرتېري بېرته خانشین ولسوالۍ ته ستانه شي.

ویل کېږي تېره شپه د وسله‌والو تر یوه سخت برید وروسته د خانشین مرکز څخه افغان ځواکونه وتلي دي او د کمپ محسن په نوم یوې قرارګاه کې ځای پر ځای شوي دي.

په روان لمریز کال کې دا درېیم ځل دی چې خانشین ولسوالۍ د وسله‌والو لاسته لوېږي.

دا ولسوالۍ د لښکرګاه څخه ۲۰۰ کېلو متره لیرې د پاکستان سره پر پوله موقعیت لري چې اکثره وخت د وسله‌والو تر سختو بریدونو لاندې وي.

پخواني معلومات:

د هلمند خانشین ولسوالي وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

د هلمند ولایت یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته د نوم نه‌ښودلو په شرط وویل چې یاده ولسوالۍ نن سې شنبې سهار څلور بجې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا سقوط شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو پر وخت د مرستې نه‌رسېدو په خاطر له یادې ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی.

یاده سرچینه همدارنګه زیاتوي چې د دغې ولسوالۍ د جګړې پر مهال مرګ ژوبله هم اوښتې او د کره شمېرې په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

تر دې مهاله د هلمند ولایت سیمه‌ییزو او نورو امنیتي چارواکو د دې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې هم خانشین ولسوالۍ یو ځل د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې وه چې وروسته د افغان ځواکونو له‌خوا بېرته ونیول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شول چې وروسته د یاد ولایت سیمه‌ییزو چارواکو رد کړل، خو یادو چارواکو د وسله‌والو طالبانو سره د ناوې ولسوالۍ په جګړه کې د امنیه قوماندان محمد سالم او درې نورو پولیسو وژل کېدل تائید کړل.

وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله د خانشین ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه‌دي ویلي.