د ګلبدین حکمتیار راتګ په اړه د یو شمېر ګوندونو غبرګونونه

په داسې حال کې چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک شو یو شمېر ګوندونو د دې حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د راتګ په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

یو شمېر سیاسي ګوندونه د حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک له لاسلیکه د ملاتړ ترڅنګ خوشبیني ښيي چې د سولې له پروسې سره د ګلبدین حکمتیار یوځای کېدل به په هېواد کې نسبي امنیت تأمین کړي.

د عدالت ګوند مشر عبدالرشید ایوبي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د حزب اسلامي سره د روغې جوړې پروسه د ولس په ګټه ده او د سولې د ټينګښت لپاره به یو مثبت پیل وي.

ایوبي: د حزب اسلامي سره د روغې جوړې پروسه د ولس په ګټه ده.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه:

"د حکومت مشرتابه په ټوله کې د ملي یووالي حکومت او سیاسي مشرانو څخه موږ ځانګړي مننه کوو چې د حکمتیار سره د سولې په تړاو هڅې یې تر بریالیتوبه ورسولې او ثابته‌یې کړه چې حکومت په بین‌الافغاني خبرو باور لري او هر رښتینی افغان د سولې پلوي دی."

له دې وړاندې یو شمېر دولتي چارواکو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او یو شمېر نورو بنسټونو هم د حزب اسلامي سره د سولې د موافقې ملاتړ کړی دی.

دې تفاهم‌لیک داسې وخت خوشبینۍ پیدا کړي چې د کورنیو جګړو څخه وروسته ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو سره مخالفت کاوه او پلویان‌یې د جګړو په ډګر کې فعاله وو.

د سولې د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک له مخې افغان دولت ضمانت کړی چې تر سولې کولو وروسته ګلبدین حکمتیار او د حزب نورو مشرانو ته قضایي مصونیت ورکوي او د ملګرو ملتونو له تور لېسته به‌یې د نومونو د پاکولو غوښتنه وکړي.

دا هغه موضوع ده چې د یو شمېر خلکو او ګوندونو اندېښنې یې راپارولي دي.

د افغانستان د ملي همبستګۍ ګوند لسګونه غړو د حزب اسلامي سره د تفاهم‌لیک د لاسلیک سره هم‎مهاله‌ د کابل ښار په زړه کې د حکمتیار پر ضد شعارونه ورکول.

د دې ګوند ویاندې سیلۍ غفار د اعتراض کوونکو له‌منځه چې د سولې د دا ډول پروسې او ګلبدین حکمتیار پر ضد یې رنګارنګ شعارونه درلودل رسنیو ته وویل چې حکمتیار د کورنیو جګړو له امله کله نه‌بخښي او باید مجازات شي.

سیلۍ غفار

اغلې غفار زیاته کړه:

"د ده راوستل پرته له دې چې د جنایتکارانو کړی پیاوړې کړي نور د افغانستان سیاسي راتلونکي ته هېڅ ګټه نه‌لري، د دې موافقې له لاسلیک سره لکه د نورو جنګسالارانو او جنایتکارانو په څېر چې خلک ترې تر پوزو رسېدلي حکمتیار ته هم رسماً زمینه برابرېږي چې د ملت بودجې څخه په ګټې اخیستنې ورته اعمالو ته دوام ورکړي."

دا په ‎داسې حال کې ده چې یو شمېر کارپوهان او د ولسي جرګې ځيني غړي له حکومته غواړي چې سولې ته د رسېدو په خاطر له نورو مخالفینو سره هم د خبرو اترو ورته لړۍ پیل کړي.

د ولسي جرګې غړی احمد نذیر احمدزی هیله‌من دی چې د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار یوځای کېدل د طالبانو لپاره هم یوه ښه بېلګه وي تر څو له منځګړو پرته له افغان حکومت سره مخامخ د روغې جوړې پروسه پیل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ