د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

نور: افغانستان ته د سولې راوستو په اړه له هرې پرېکړې ملاتړ کوو


د بلخ دولتي چارواکي د اسلامي حزب سره د حکومت د سولې د خبرو په ملاتړ، هېواد کې د امنیت د ټینګښت په تمه دي.

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د سې شنبې په ورځ مزارشریف کې د شهید اوونۍ د لمانځ غونډې په ترڅ کې وویل، له هر هغه تصمیم څخه ملاتړ کوي چې هېواد ته سوله راولي.

ښاغلي نور په تېرو ۱۵ کلونو کې د سولې عالي شورا پر فعالیت نیوکه وکړه او ویې‌ویل چې دا شورا ونه‌توانېده څو هېواد کې نسبي سوله تأمین کړي.

عطا محمد نور په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د حزب اسلامي سره د حکومت د خبرو اترو په اړه وویل چې د دواړو لورو تر منځ‌یې تفاهم‌لیک لوستی او په‎کې هېڅ داسې مواد نه‎دي شامل چې د هېواد ثبات او ملي ګټو ته تاوان ورسوي.

هغه په دې اړه وویل:

"ما تفاهم‌لیک لوستی دی، په‌کې هېڅ ستونزه او موانع نه‌وینم چې د مشکلاتو د رامنځته کېدو سبب شي، دا تفاهم‎لیک مې ماده په ماده لوستی دی او د افغانستان په خیر دی، نو له همدې وجهې یې ملاتړ کوو."

عطا محمد نور زیاتوي چې په څه باندې تېره یوه لسیزه کې حکومت په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې درلودې، په هېواد کې د بیان آزادۍ وده وکړه، اقتصادي پراختیايي کارونه ترسره شول او په مختلفو برخو کې د انکشاف شاهد وو، خو افغانان خپل یوازنی ارمان ته چې سوله او امنیت دی، ونه‌رسېدل.

ښاغلي نور د ملي یووالي حکومت په ولایتي او مرکزي ادارو کې د فساد پر موجودیت خبرې وکړې او ویې‌ویل چې مرکز کابل کې د مفسدینو چاړه د عامو خلکو تر غوښو رسېدلې او دوی د دولتي کسانو له‎خوا ځورول کېږي.

د بلخ سرپرست والي وویل، بهرنیان هم په دې فساد کې په لوی لاس شریک دي.

د بلخ سرپرست والي وویل، بهرنیان هم په دې فساد کې په لوی لاس شریک دي.
د بلخ سرپرست والي وویل، بهرنیان هم په دې فساد کې په لوی لاس شریک دي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:

"څرنګه چې مشهور متل هم دی چې اوس چاړه د خلکو د لاسونو تر غوښې رسېدلې او خلک ځورول کېږي، دا په دې منظور نه‎ده چې یوازې افغانان فساد کوي، بهرنیان هم په فساد کې لاس لري او تر ټولو لوی فساد دوی کوي."

په همدې حال کې د مزار شریف یو شمېر اوسېدونکي هم په دولتي ادارو کې د فساد د موجودیت په اړه شکایت کوي، دوی وايي چې د سولې په راتلو او د امنیت په ټینګښت سره دولت په آسانه د اداري فساد مخه نیولی شي.

خالد او یوسف د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه داسې وايي:

"که سوله په هېواد کې تأمین شي، هغه مهال حکومت په اسانه د فساد مخنیوی کولای شي، د قانون تطبیق زیاتېږي او خلک هم د حکومت پر کړنو باوري کېږي."

"فساد تر هغه نه‌ختمېږي چې دولت له نورو فعالیتونو نه‌وي فارغ شوی او اساسي پاملرنه‌یې د فساد له‎منځه وړو ته نه‌وي ځانګړې کړې، هر کله چې سوله راغله او امنیت ښه شو، فساد سره هم مبارزه شونې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغان دولت په هڅه کې دی چې هېواد کې سوله تأمین شي او وسله‎وال مخالفین له حکومت سره یوځای شي، خو د وخت په تېرېدو سره ورځ تر بلې نا امني په مختلفو ولایتونو کې مخ په زیاتېدو ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG