د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

مشرانو جرګه:سولې پروسې ته د حزب اسلامي د یوځای کیدو هرکلی کوو


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، که د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له افغان حکومت سره یوځای شي دوی به ترې هرکلی وکړي.

د دغه جرګې اداري پلاوی له حزبي اسلامي غواړي چې له افغان حکومت سره د لاسلیک کېدونکي تفاهم لیک درناوی وکړي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی د افغان حکومت او ګلبدین حکتمیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرو ته په اشارې سره وايي چې دوی د سولې د هڅو او له دولت سره د مخالفو وسله والو ډلو له یو ځای کېدو هرکلی کوي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي چې د یکشنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله ټینګار وکړ چې د سولې له بهیر سره د ګلبدین حکمتیار یوځای کېدل به د افغانستان پر وضعیت مثبت اغیز وکړي.

ښاغلي سخي زیاته کړه:

"باید د اساسي قانون مطابق هغه هوکړه چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ شوې احترام ورته وشي او له حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کېدل به زموږ د هرکلي وړ وګرځي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې یوه ورځ وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومته غوښتي هغه وسله وال چې د کمېسیون په خبره په جنایتونو او د بشري حقونو ضد قضیو کې ښکېل دي باید د قانون له مخې ورسره چلند وکړي.

که څه هم په دغه اعلامیه کې کومې ځانګړې ډلې ته اشاره نه ده شوې خو ویل شوي چې یوځای کېدونکې مخالف وسله وال باید تېر واقعیتونه ومني او په ټول مسولیت د خلکو په مقابل کې ځواب ویونکي وي.

خو د بشري حقونو دغې اعلامیې په مشرانو جرګه کې غبرګونونه راوپارول.

د جرګې غړي زلمي زابلې په دې اړه وویل:

"موږ دغه کمېسیون مخاطب کوو او دا ورته وایو چې یوازې د ګلبدین حکمتیار نوم دې نه اخلي بلکې ډېر کسان په حکومت کې شته چې د کابل په جنجالونو، د مجاهدینو پر مهال په جګړو او د خلکو په وژنو کې ښکیل و، متاسفانه یو وار کمېسیون دانتقالي عدالت په نوم غږ پورته کوي اما بیا همدغه غږ په کمېسیون غلی شي."

قضايي مصونیت، په دولتي پُستونو کې د حزب اسلامي د غړو ګومارنه، په ملي مسایلو کې له ګلبدین حکمتیار سره سلا مشوره او له تور لیسته د حزب اسلامي د مشرتابه د نومونو لرې کول له حزب اسلامي سره د افغان حکومت لویې ژمنې بلل کیږي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره یې د سولې د تفاهم لیک مسوده وروستۍ کړې او د لاسلیکېدو سره سم به یې ګلبدین حکمتیار له افغان حکومت سره یوځای شي.

که څه هم د افغانستان مشرانو جرګې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون د اعلامیې پر وړاندې سخت غبرګون وښود، خو دغه کمېسیون د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې په اړه یوځل بیا په پخواني دریځ ټینګار وکړ.

د بشري حقونو کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار
د بشري حقونو کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار

د بشري حقونو کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"عدالت باید د سولې قرباني نه شي، د سولې هغه خبرې چې په عدالت ولاړې وي، موږ ته مهمې دي او د هغو کسانو حقونه باید خوندي وي چې د عدالت غوښتنه کوي."

دا به په راتلونکو څو ورځو کې معلومه شي چې ایا افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک کوي او که نه؟ خو د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري بیا وايي له حکومت سره د حزب اسلامي یوځای کېدل به نورې مخالفې وسله والې ډلې هم سولې ته وهڅوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG