شريف: افغانستان کې د تلپاتې سولې لار مذاکرات دي

د پاکستان صدراعظم نواز شريف وايي، په افغانستان کې د کلونو راهيسې د روانې جګړې د ختمېدو او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار ده.

ښاغلي شريف همداراز ترهګري يوه نړیواله پديده بللې او پر نړیوالې ټولنې يې غږ کړى چې د دې د مخنيوي لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نواز شريف دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ناوخته د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۷۱ غونډه کې د وينا پر مهال وکړې.

که څه هم دغه اسامبلې ته د ښاغلي شريف د وينا ډېره برخه د کشمير موضوع ته ځانګړې شوې وه، خو سربېره پر دې يې په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د پوځي عملياتو او همداراز د افغانستان د وضعيت په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پر مهال د افغانستان په اړه وويل چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره خبرې اترې يوازنۍ لار ده او په خبره‌يې چې هېواد يې د افغان ولسمشر په غوښتنه د افغان سولې په بهير کې مرسته کوي.

شریف: پاکستان د افغان ولسمشر په غوښتنه د افغان سولې په بهير کې مرسته کوي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"نړیواله ټولنه افغانستان کې د روانې ۱۵ کلنې جګړې وروسته په دې متفق شوې چې په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې يوازنۍ لار د دولت او افغان طالبانو تر منځ خبرې اترې دي. پاکستان له پخوا راهيسې د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره همدا لار غوره بللې او په همدې بنياد موږ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه د افغانستان د سولې په پروسه کې سهولت ترسره کړى."

د پاکستان صدراعظم په داسې وخت کې يو ځل بيا په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغان دولت او طالبانو خبرې اترې غوره انتخاب بللى چې په دې وروستيو کې د کابل او اسلام‌اباد اړيکې يو څه ترينګلې شوې دي.

دا اړيکې تر هغې وروسته ترېنګلې شوي چې له تېرې څه مودې راهيسې په افغانستان کې د افغان دولت د وسله‎والو مخالفينو په بريدونو کې ډېروالى راغلى چې په ترڅ کې يې افغان دولت تور لګوي چې مخالفين‌يې د پاکستان خاوره په کابل کې د حملو لپاره کاروي.

افغان دولت همداراز پر پاکستان دا تور هم لګوي چې پر خپله خاوره د هغو وسله‎والو پر ضد ګامونه نه‌پورته کوي چې د دوى په خبره، د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي.

خو پاکستان بيا د افغان دولت تورونه ردوي او ټينګار کوي چې پر خپله خاوره‌يې په روانو پوځي عملياتو کې له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر ضد اقدامات کړي او د هغوى مرکزونه او پټن‎ځايونه‌يې له‌منځه وړي او زياتوي چې خپله خاوره به د افغانستان پر ضد کارېدو ته پرې نه‌ږدي.

ښاغلي شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وينا پر مهال په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد د روان "ضرب عضب" پوځي عملياتو يادونه هم وکړه او دا عمليات‌يې په نړۍ کې د ترهګرو پر ضد تر ټولو ستر عمليات وبلل.

د پاکستان حکومت د ٢٠١٤ میلادي کال په جون کې تر هغې وروسته افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر ضد "ضرب عضب" پوځي عمليات پيل کړي چې له تحريک طالبان پاکستان سره‌يې خبرې بې‌نتيجه پاى ته ورسېدې او پاکستاني طالبانو په کراچۍ او پېښور کې خونړي ترهګريز بريدونه وکړل.

نواز شريف د ملګرو ملتونو اسامبلې ته همدا راز وويل چې هېواد يې له هندوستان سره سوله‌یيز تعلقات غواړي، خو ټينګار يې وکړ چې په سيمه کې د کشمير د لانجې تر هواري پورې سوله ممکنه نه‌ده.

کشمیر

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هندوستان او پاکستان اړيکې تر هغې وروسته ترينګلې شوي چې څو ورځې وړاندې په هندي کشمیر کې وسله‎والو ترهګرو د هندوستاني پوځيانو پر يوه کمپ بريد کړى و چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٧ هندي پوځيان وژل شوي ول.

د هندوستان حکومت تر دغه بريد سمدستي وروسته د دې مسؤليت پر پاکستان واچاوه، خو پاکستان د هندوستان تورونه رد کړل او دا يې بې‌بنياده وبلل.

راپور: ذبيح مومند