د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

دانش: د ملکیانو پر ضد بې‌رحمه بریدونه پاکستان کې پلانېږي


د افغانستان حکومت وایي چې د ملکیانو پر ضد د ترورېستي ډلو بې‌رحمه بریدونه په پاکستان کې پلانېږي او تنظیمېږي، نو نړیواله ټولنه باید د دې ستونزې غم وخوري.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د چهارشنبې په ورځ وویل:

"موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان په جګړه کې د افغانستان له خاورې بهر د ترورېستانو د خوندي پناهځایونو له‎منځه وړلو ته پاملرنه وشي. په دې ترڅ کې زه له تاسو پوښتنه کوم چې د القاعده او طالبانو مخکني مشران چېرته اوسېدل؟ چېرته ووژل شول؟ دا اوس د طالبانو او حقاني ډلې مشران چېرته دي؟"

د افغانستان حکومت وایي چې تر لسو ډېرې ترورېستي ډلې شته چې د ولسي خلکو پر ضد جګړه کوي، د دوی د دولت جوړونې د بهیر خنډېږي او نه‌پرېږدي چې افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

سرور دانش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د جګړو پلان په پاکستان کې جوړېږي.

سرور دانش: افغانستان کې د جګړو پلان په پاکستان کې جوړېږي.
سرور دانش: افغانستان کې د جګړو پلان په پاکستان کې جوړېږي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د شته سندونو له مخې دغه حملې د ډیورنډ کرښې له هغه لوري او په پاکستان کې پلانېږي او تنظمېږي."

سرور دانش دا تور هم پورې کړ چې پاکستان دوه مخی سیاست لري او د دې هېواد په باور ښه او بد ترورېستان شته چې په دې ډول نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه چې کابل بیا-بیا له اسلام‌اباده غوښتي دي چې د ترورېستانو خوندي پناه ځایونه په خپله خاوره کې له‌منځه یوسي، خو د ده په وینا تر اوسه په دې برخه کې هېڅ تغییر نه‌دی رامنځته شوی، نو ملګري ملتونه باید لاس په کار شي.

ښاغلی دانش زیاتوي:

"د ملګرو ملتونو سازمان باید د سخت دریځۍ او زور زیاتي د مخنیوي لپاره د یوه ځانګړي نړیوال کنفرانس د جوړېدو له لارې نوې حقوقي لارې چارې ولټوي."

نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د افغانستان د دولت په استازیتوب سرور دانش په خپله وینا کې د سولې مسئله هم یاده کړه او ویې‌ویل چې د افغانستان حکومت له هغو وسله‎والو سره چې زموږ اساسي قانون مني سولې ته چمتو دی او په دې ترڅ کې یې ښه مثال د ګلبدین حکمتیار له ډلې سره د سولې خبرې دي چې ډېر ژر به تړون لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG