د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د هند او افغانستان اندیښنه


هند د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د ولسمشر اشرف غني د سفر په ترڅ کې یو میلیارده ډالره د افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه، دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې راتلونکې میاشت د ثبات او اصلاحاتو د بسپنې یو ستر کنفرانس په مخ کې دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په حیدراباد هاوس کې د رسنیو پر وړاندې هرکلی ووایه.

جمهور رئیس غني او د هند لومړي وزیر مودي، ترهګري د سیمې لپاره ګډ خطر وباله او ټينګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه دې له استثنا پرته د ترهګري د له‎منځه وړلو او د سیمې د امنیت او ثبات د تأمین او اقتصادي همکاریو د پراختیا په هدف ګډه مبارزه وکړي.

په ورته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړي وزیر نرندرا مودي وویل:

"د يو متحد، خپلواک، ډیموکراټیک، سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان دوامداره ملاتړ" په خاطر له افغانستان سره مرسته کوي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ماښام د هند له جمهور رئیس برناب کمار موکرجي سره په کتنه کې د افغانستان او هندوستان د اړیکو او اقتصادي همکاریو د لاپراختیا په اړه بحث وکړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان او هندوستان دوه ښه دوستان دي.

جمهور رئیس غني پرون ماخستن په هند کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې له افغان محصلینو سره په کتنه کې وویل، تاسو د افغانستان بشري پانګه یاست او د افغانستان خلک باید له بې وزلۍ او بې ثباتۍ څخه وژغورئ.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په مازدیګر په نوي ډيلي کې د دفاعي مطالعاتو او تحلیلیونو په انسټیټیوټ کې متقاعدو جنرالانو، متقاعدو سفیرانو، پروفیسورانو او محصلینو ته د وینا پرمهال وویل، ترورېزم نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې لپاره ګډ او منځ‎مهاله تهدید دی.

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه دې د ترهګرۍ خطر د دفع کولو په هدف د ګډې همکارۍ او مبارزې لپاره د واضح ستراتیژۍ له لارې عمل وکړي. هغه زیاته کړه، ترهګري ښه او بد نه لري او نه هم توکم، ژبه، مذهب پېژني، ځکه ترهګر هېڅ دین او قانون ته درناوی نه لري.

هندي رسنیو هم د افغانستان د ولسمشرسفر په خپلو خپرونو کې په پراخ ډول منعکس کړی دی.

د اسیا نیوز انټرنیشنل هندي ورځپاڼه لیکي:

د هند جمهور رئیس د چهارشنبې په ماښام د افغانستان له ولسمشر سره په لیدنه کې په دې ټینګار وکړ چې هند به له افغانستان سره د ترهګرۍ او تپل شوي زوریاتي په وړاندې په مبارزه کې ملاتړ وکړي.

د نیواینډین اکسپریس تر لوی عنوان لاندې لیکلي چې د هند او افغانستان اندیښنه: د ترهګرو استولو ته د پای ټکې.

نیو ایندین اکسپرس وړاندې لیکي:

هند او افغانستان د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته، د يو سخت پيغام په لېږلو، د امنيتي او دفاعي همکارۍ د پياوړتيا په ترڅ کې د ترهګرو د ملاتړ او د پټن‎ځايونو د ختمولو پرېکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG