نوري: د ډبرو سکرو استخراج له درکه عواید زیات شوي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاخوا یو میلیارد افغانۍ یوازې د سکرو د ډبرو له کانونو څخه عواید ترلاسه کړي دي.

دغه وزارت وايي چې تر لاسه شوي عواید د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښي، خو د ټولو کانونو د عوایدو جزییات به د مالي کال په اخر کې له ولس سره شریک شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند محي الدین نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د امنیتي بنسټونو په همکارۍ تر ډېره د کانونو د غیر قانوني کیندلو مخه نیولې، خو په بشپړ ډول یې مخنیوی د ده په خبره وخت ته اړتیا لري.

ښاغلی نوري وايي، د همدغو هڅو په دوام د مالي کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې د سکرو له کانونو له یو میلیارد زیاتي افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې دغه رقم د تېر کال په پرتله یو څه زیاتوالی ښي.

هغه زیاته کړه:

"د سږ کال په لومړۍ شپږو میاشتو کې موږ تقریباً څه باندې یو میلیارد افغانۍ د زغالو له سکتور څخه عواید لاس ته راوړي، دا هغه حد ښه يي چې موږ تېر کال رسېدلو و ،تقریباً رسیدلې یو او یا څه پورته هم یو."

د کانونو د غیر قانوني کیندلو مخنیوی، د عوایدو د راټولېدو په کړنلارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول او د کانونو د کیندلو په برخه کې د یوه منظم پلان موجودیت د کانونو او پټرولیم وزارت د سکرو د ډبرو له کانونو څخه د عوایدو د زیاتېدو مهم لاملونه ګڼي.​

افغانستان د سکرو د ډبرو یوولس کانونه لري چې مهم هغه یې د کرکر، دره صوف او کرخ دي او د ترسره شویو څېړونو له مخې په افغانستان کې د شاخوا څلور سوه میلیونه ټنو د سکرو د زېرمو وړاندوینه شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په داسې حال کې د سکرو له کانونو د عوایدو د زیاتېدو خبره کوي چې څه موده وړاندې د نړیوالو مطالعاتو ستراتیژیک مرکز ویلي چې د افغانستان له ځمکنیو شتمنیو څخه استفاده به دومره اسانه هم نه وي.

د دغه مرکز یوه محقق سټیفن سنوک ویلي وو په داسې حال کې چې په افغانستان جګړه روانه ده او په ځینو برخو یې زورواکان حاکم دي دا څنګه امکان لري چې کانونه دې په قانوني توګه وکیندل شي.

د یوې امریکايي کمپنۍ د څېړنو پر اساس په افغانستان کې د دری تریلیون ډالرو څخه زیاتې ارزښت لرونکي طبیعې زېرمې شته چې د یورانیمو، طلا، اوسپنې، مس، سکرو او ګاز زېرمې په کې شاملې دي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکه بیا وايي، ګمان نه کوي چې حکومت دې په لنډ وخت کې ددې توان پیدا کړي چې د ټولو کانونو د غیر قانوني استخراج مخه ونیسي.

د دغه شبکې مرستیال خان زمان امرخېل وايي، د سکرو د کانونو په ګډون د اکثرو کانونو عواید لاهم د زورواکو جیبونو ته ځي او د کانونو وزارت له لورې د عوایدو په برخه کې وړاندې شوي ارقام هم ولس ته زیات د باور وړ نه دي.

هغه زیاته کړه:

"زه فکر نه کوم ځکه تراوسه پورې موږ د کانونو په وزارت کې د رهبرۍ ستونزه لرو، نو که د وزیر په عدم موجودیت کې دغه پرمختګونه شوې وای دا واقعاً یوه معجزه ده، خو ولس ډېر ډاده نه دی هغه څه چې دوی یې ادعا کوي، هغه دې کاملاً سم وي."

ښاغلی امرخېل وايي، که څه هم د افغانستان کانونه او طبیعې زېرمې د افغانستان د اقتصادي ودې او خودکفایي لپاره تر ټولو ښه سرچینه ده، خو له بده مرغه دغه هستي ډېر دښمنان لري.

امرخېل وايي، ترهغې چې په هېواد کې سراسري ثبات تامین نه شي او د زورواکانو لاسونه له طبیعي زېرمو څخه لنډ نه شي مشکله به وي چې دغه زېرمې د افغانستان د اقتصادي ودې او ښې راتلونکې لپاره ګټورې تمامې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس