اسلام اباد د افغان کډوالو ستنولو په اړه کابل سره خبرې کوي

پاکستان به له افغان حکومت او ملګر وملتونو سره د افغان کډوالو د ستونزې د حل پر سیاسي او ډیپلوماټیک اړخ خبرې وکړي.

په دې خبرو کې به افغان کډوالو ته د سهولتونو پر برابرولو او په تدریجي ډول د هغوی د ستنولو پر لارو تمرکز وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې وویل، له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره پردې خبرې کوي چې افغان کډوال، په لنډ وخت کې د افغانستان امن سمیو ته ولېږدول شي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان حکومت باید په امن سیمو کې، هغو افغانانو ته چې له پاکستانه ستنېږي، د استوګنې امکانات برابر کړي.

خو د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، له ازادي راډیو سره په خبروکې په دې اړه بې خبري څرګنده کړه.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر مخکې ویلي وو چې د جولاي په ۱۹مه به د پاکستان له حکومت او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې ادارې سره دافغان کډوالو پر برخلیک خبرې کوي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف روانه اوونۍ هغو یونیم میلیون افغان کډوالو ته چې راجستر شوي وو ۶ میاشتې اضافه وخت ورکړ چې هلته پاتې شي.

په دې هېواد کې لږترلږه یونیم میلیون راجستر شوي افغان کډوال او څه باندې یونیم میلیون افغانان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، مېشت دي.

پاکستان کې افغان کډوال

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او امنیتي وضعیت د خرابتیا له امله، د بېرته ستنېدونکو شمېر په بې ساري ډول کم شوی دی.

د دې سازمان په وینا، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې نږدې ۸۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي خو دا شمېر سږکال ۶۰۰۰ ته را ټیټ شوی دی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر سیدعالمي بلخي رویټرزخبري اژانس ته ویلي:

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر سیدعالمي بلخي

"موږ پوهیږو چې افغان کډوال هلته له زور اوزیاتي سره مخامخ دي خو موږ د دې ستونزو د حل لپاره له پاکستاني لوري سره په خبرولګیا یو."

د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د حکومت ضرب الاجل تراعلان لنډو خت مخکې، یو شمېر پاکستاني چارواکو رویټرز ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې ۵۰۰ افغان کډوال ونیول او د امنیتی خطر په پلمه، افغانستان ته واستول شول.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په حواله، لږترلږه ۲ زره افغان کډوال تېره میاشت هم نیول شوي وو چې۴۰۰ يې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.