امريکا نه غواړي د تورخم په لانجه کې منځګړيتوب وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، نه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ولاړ شوي کړکېچ په حل کې د منځګړي رول ادا کړي.

دغه وزارت له کابل او اسلام نه غوښتنه وکړه چې دغه لانجه د خبرو له لارې حل کړي.

پر تورخم دروازې وروستيو وسله والو شخړو امريکايي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي، د پنج شنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې وويل، تمه لري، افغان او پاکستاني چارواکي په خپلو دا شخړه حل کړي:

موږ په تورخم کې د نښتو په اړه اندېښمن یو

"موږ پر تورخم دروازه د نښتو له کبله ډېر اندېښمن يو او هغسې چې مخکې مې هم ويلي، يو وار بيا له دواړو لوريو غواړو چې تاوتريخوالى کم او خبرې پيل کړي، څو دا کړکېچ کم شي، دروازه دې پرانيستې وي او دا کار دې په سوله ييز ډول ترسره کړي، موږ په دې برخه کې د منځګړي رول نه لوبوو"

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، په دې اړه امريکايي چارواکو د کابل او اسلام اباد له مقاماتو سره هم خبرې کړې دي.

ده وويل افغانستان او پاکستان هم ګډې ګټې لري او له ګډو ګواښونو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او پاکستاني پوځيان د يکشنبې په ورځ په تورخم سيمه کې د درېيو ورځو لپاره په شخړه واوښتل.

د اسلام اباد لپاره د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال، د دې شخړې د اصلي علت په اړه ازادۍ راډيو ته معلومات ورکړل:

"د هغه پروتو کول له مخې چې زموږ ترمنځ شوى، که ډيورنډ کرښې ته نژدې کومه وداني يا تاسيسات جوړېږي، بايد له موږ سره ورباندې تفاهم وشي، د هغې دروازې په اړه چې هغوى غواړي جوړه کړي، له مخکې همږغي نه ده شوې او دا په تورخم کې د جنګ اصلي دليل دى."

پر تورخم شخړې په ټول افغانستان کې د خلکو احساسات راپارولي او افغان چارواکي هم ورته اندېښمن دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خان جان الکوزي ازادي راډيو ته ويلي چې په تورخم کې د وروستۍ شخړې له ولاړېدو وروسته افغان سوداګرو او پانګوالو شا و خوا لس مليونه ډالره تاوان ليدلى دى.

د افغانستان جمهوري رياست د دې شخړې د پيل ملامتي پر پاکستان اچوي، د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي:

د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي

"تعرض هم د هغوى "​پاکستانيانو"​ له خوا وشو، کله چې تعرض وشي، له شک پرته دفاع د افغانانو او د افغانستان د امنيتي ځواکونو حق دى."

خو پاکستان په تورخم کې د دروازې جوړول، خپل حق ګڼي، د پاکستان د پوځ وياند عاصم بجوا په دې اړه وويل:

د پاکستان د پوځ وياند عاصم بجوا

"موږ په تورخم کې په خپل قلمرو کې دروازه جوړوو، افغانانو ډزې پيل کړې او زموږ ځواکونو يې ځواب ورکړ، دا د ځمکنيو ځواکونو وظيفه ده چې په ځواب اقدام لاس پورې او په دې برخه کې روزل شوي دي."

په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال د چهارشنبې په ورځ د اوربند او په تورخم کې د دروازې د جوړولو د چارو د بندولو په اړه له پاکستان سره د پر يوه توافق د سلا کېدو خبر ورکړى و.

خو ښاغلي زاخېلوال د پنج شنبې په ورځ پر خپل فېسبوک پاڼه وليکل چې له پاکستان سره د دروازې د لګولو د کار پر پيل هېڅ کومه موافقه نه ده شوې.

ده ليکلي، په يوه پيغام کې يې د پاکستان د پوځ رهبرۍ ته ويلي، تاسو د توقع خلاف، کار ونه دراوه چې د حل لارې د موندنې لپاره د خبرو فرصت ايجاد شي، بلکې داسې مو وښووله چې ستاسو له خواپر دروازې کار له موږ سره د خبرو پر اساس پيل شوى دى.

ښاغلي زاخېلوال دغه راز يادونه کړې، که چېرې د پاکستان پوځ د دروازې جوړولو ونه دروي، او دا لانجه د خبرو له لارې حل نه شي، په پاکستان کې يې د وظيفې ادامې ته دليل نه پاتې کېږي.

د ده په خبره د دې موضوع هر ډول ناوړه نتايج به د پاکستان پر غاړه وي.

په ننګرهار کې د ازادۍ راډيو خبريال د ختيځ زون د سرحدي قواوو د ارکان د رئيس محمد ايوب حسين خېل په حواله راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ په تورخم کراري وه.