د هلمند لاریون کوونکي: د پاکستان پر ضد دې جنګ اعلان شي

د هلمند سلګونو اوسیدونکو د پاکستان پرضد لاریون وکړ او د ملګرو ملتونو څخه يې د پاکستان د دې تیري په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

دوی چې مرګ پر پاکستان نارې وهلې، د افغان امنیتي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

لاریون کوونکو په تورخم کې د پاکستان د پوځ برید وغانده او د حکومته يې د پاکستان په ضد د جنګ د اعلان غوښتنه وکړه.

لښکرګاه ته څېرمه د بست کلا په سیمه کې سلګونو خلکو د پاکستان بیرغ ته اور واچوه او په تورخم کې يې پر افغان خاوره د پاکستان د پوځ برید وغانده.

لاریون کوونکو چي مرګ پر پاکستان ناري وهلي دحکومت څخه غوښتنه وکړه چي دپاکستان په ضد د هر ډول ډيپلوماسۍ څخه تېر شي او علني جنګ اعلان کړي.

څو ورځې کیږي چې د پاکستان د پوځ د ملیشه ځواکونو او افغان امنیتي سرتیرو ترمنځ د تورخم په صفري نقطه کې د یوې دروازې او تاسیساتو د جوړولو پر سر نښتې رامنځته کیږي.

د افغان حکومت د ځینو سرچینو د مالوماتو له مخې په دې بریدونو کې تر اوسه دوه افغان سرحدي پولیس وژل شوي او د پاکستاني ځواکونو ۲۱ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان دي.

د پاکستان په ضد دغه لاریون کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او خبرداری يې ورکړ که ستونزه ژر تر ژره حل نه شي د افغان ځواکونو په لیکو کې به یوځای شي او د پاکستان په ضد جګړه کې به برخه واخلي.

لاریون کوونکو د هېواد د ټولو اوسیدونکو غوښتنه وکړه چې پر پاکستانیو تولیداتو بندیز ولګوي، وروسته تردې يې ونه پیري او په پاکستانیو روپیو راکړه ورکړه هم پریږدي.

د پاکستان په ضد د دغه لاریون یوه ګډون کوونکو د وسلوالو طالبانو غوښتنه وکړه چي د دې ښکاره تیري په ضد د حکومت سره یوځای شي او د پاکستان د برید ځواب په برید ورکړي.

د لاریون ګډون کوونکو له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د پاکستان دغه ښکاره تیرۍ وڅېړي او په بدل کې يې پر پاکستان اقتصادي بندیزونه لګوي.

راپور: محمد الیاس داعي