پاکستان: افغان حکومت دې د تورخم پېښه وڅېړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژد افير يا ناظم الامور دغه وزارت ته ورغوښتى، د تورخم د پېښې په اړه يې ورته احتجاج کړى او دا ډول پېښې يې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو ضد بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ ناوخته په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي يا ملېشه ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، په دغه نښته کې دوه امنيتي سرتېري او ٩ ملکي وګړي ټپيان شوي چې ماشومان او مېرمنې هم پکې دي.

د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د دغې پېښې په تړاو په اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافير ورغوښى، په دغه پېښې يې ورته احتجاج کړى او غوښتنه يې ترې کړې، چې"د افغانستان حکومت دې د تورخم د پېښې تحقيقات وکړي".

د ياد وزارت له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:

"د افغان سفارت شارژد افير د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شوى او په تورخم کې مو پر امنيتي ځواکونو د ډزو له امله ورته شديد احتجاج کړى دى. شارژ دافير ته مو په ډاګه کړه چې دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړيکو ضد دي. له افغان لوري غوښتنه وشوه چې د دغه پېښې تحقيقات وکړي او نتيجې دې يې له پاکستانيو مقاماتو سره شريکې کړي."

د بهرنيو چارو د وزارت دغه خبرپاڼه کاږي" له افغان شارد افيره وغوښتل شول چې په راتلونکي کې دې پر تورخم د دې ډول پېښو مخنيوى وشي."

په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ هغه وخت جګړه ونښته چې پاکستاني ملېشه ځواکونو غوښتل په تورخم کې پر خپلې خوا دروازه او ځيني نور پوځي تاسيسات جوړ کړي، خو افغان سرحدي ځواکونه يې مخه ونيوله.

په عين حال کې د پاکستان د صدراعظم وياند هم په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادلې اندېښنه څرګنده کړې او له افغان حکومته يې غوښتي چې په دې لړ کې دې تحقيقات وکړي.

د پاکستان د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم د ویاند دفتر ويلي:

"د پاکستان حکومت د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځې د ډزو د راپورونو په تړاو د افغانستان پولې ته نژدې د خپلو پوځیانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښيي. موږ دا بې موجبه حملې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تاوان ګڼو او تمه لرو چې د افغانستان حکومت د پېښې په اړه فوري څېړنه وکړي."

پاکستاني ملېشه ځواکونه له تېرو دوو مياشتو راهيسې هڅه کوي چې په تورخم کې پوځي تاسيسات جوړ کړي، خو افغان ځواکونه يې مخالفت کوي چې په نتيجه کې يې د دواړو لوريو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي.

تر دې مخکې په تېرې مۍ مياشت کې هم په تورخم کې د تاسيساتو د جوړولو له امله افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه يو بل ته مخامخ شوي وو چې له امله د تورخم درازه د مسافرو د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

خو دا دروازه بيا تر څلورو ورځو وروسته هغه وخت بېرته پرانېستل شوه چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستاني پوځ له مشر ښاغلي راحيل شريف سره وکتل.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې پر فېسبوک پاڼه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې افغان سفیر ډاکټر زاخېلوال به په راتلونکو دوو ورځو کې د تورخم دروازې له امله په رامنځته شوي کړکېچ له پاکستانيو چارواکو سره وګوري او د تورخم په ګډون به پر نورو مهمو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ملېشه ځواکونو ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ له امله د لواړګي او تورخم بازارونه بند دي او د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

راپور: ذبيح مومند