سلما بند سبا د افغان او هندي مشرانو له خوا پرانیستل کېږي

د هند صدر اعظم نریندرامودي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا شنبې د سلما بند د پرانیستلو په ځانګړو مراسمو کې برخه واخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، دواړه مشران به د افغانستان او هند پوځي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.

دواړه مشران د افغان – هند د دوستۍ بند سلما پرانیستنه کوي

دواخان مینه پال زیاته کړه:

"د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر او د هند صدر اعظم ښاغلی مودي د افغان – هند د دوستۍ بند سلما پرانیستنه کوي، افغانستان لېوال دی چې په نظامي برخه کې له هند سره تر ټولو نږدې همکارۍ ولري او د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره نظامي مرستې په ځانګړي ډول هليکوپټر تر لاسه کړي."

هند په افغانستان کې د طالبانو تر سقوط وروسته، له افغانستان سره ملکي او پوځي مرستې کړې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه لیکل شوي چې د "افغان – هند د دوستۍ بند سلما" پرانیستل د افغانستان له پرمختګ او بیا رغونې سره د نوي ډېلي د همکارۍ تعهد څرګندوي.

دې وزارت ویلي، پردې بند یونیم زرهندي او افغان انجنیرانو له کلونو راهیسې تر سختو شرایطو لاندې کار کړی او بشپړېدل یې د دواړو هېوادونو د هڅو بری دی.

نریندرا مودي د هند د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، افغانستان ته دوهم رسمي سفر کوي.

ښاغلي مودي تېر کال د ډسمبر په ۲۵مه افغانستان ته په خپل اول رسمي سفر کې، د ملي شورا ودانۍ پرانیستله او افغانانو ته یې د هند د سوغات په توګه ډالۍ کړه.

مودي ملي شورا ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د سیمې ټول هېوادونه باید د افغانستان په ثبات او بیارغونه کې خپل مسئولیت ادا کړي.

پر سلما بند یونیم زرهندي او افغان انجنیرانو کلونه کلونه کار کړی

نرنیدرا مودي ملي شورا ته وویل:

"موږ پوهیږو چې د افغانستان بری د دې هېواد د ټولو ګاونډیانو ملاتړ او مرستې ته اړتیالري،دې هدف ته د رسیدو او زموږ د ګډ برخلیک لپاره باید ټول د سیمې هېوادونه، هند، پاکستان، ایران او نور په ریښتیا متحد شي."

د هرات سلما بند چې اوس د "افغان – هند د دوستۍ بند" ورته ویل کېږي پر هریرود دریاب جوړ شوی دي.

دا بند په ۲۷۰ میلیون ډالر ورغول شو او د ۴۲ میګا واټ برق د تولید توان لري.

دا بند به ۷۵ زره هکټار ځمکې ته اوبه ورکړي.