د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

مودي: په افغانستان کې د هند له حضور سره سخت مخالفتونه شته


د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ د جمعې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم نارندرا مودي له خوا په کابل کې پرانیستل شوه.

د دې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو مشرانو د هند او افغانستان د اړیکو او هراړخیزو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د هند صدراعظم نارندرا مودي د سیمې ټول هېوادونه افغانستان ته د امنیت او سولې د راوستلو مسوول وبلل او ژمنه یې وکړه چې هند به د تل لپاره له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري ساتي.

د افغانستان او هند د اړیکو د لا ټېنګښت لپاره د هند له خوا د افغان پارلمان لپاره د نوې جوړې شوې ودانۍ پرانیستل یو بل ګام بلل کیږي.

د دې ودانۍ د پرانیستلو لپاره د هند صدراعظم نارندرا مودي د جمعې په ورځ کابل ته راغلی و او د ودانۍ له پرانیستلو وروسته یې وینا هم وکړه چې په کې بېلابېلو مسایلو ته اشاره وکړه.

ښاغلي مودي وویل، په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د هند له حضور سره سخت مخالفتونه هم شته او ډېرې هڅې شوي چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي خو هند به تل له افغانستان سره ملګری پاتې شي.

ښاغلي مودي زیاته کړه:

"ځیني کسان شته چې نه غواړي موږ دلته و اوسو. په دې هېواد کې زموږ له حضور سره مخالفت لري. هڅه کوي چې زموږ اړیکې له منځه یوسي. خو موږ به تل له تاسو سره و اوسو. د دې لپاره چې تاسو په موږ اعتماد کړی دی."

ښاغلي مودي د افغانستان ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران ته په اشارې وویل چې د سیمې دا هېوادونه باید د افغانستان امن او سولې ته لازمې هڅې وکړي او په دغه هېواد کې سوکالي راتلل د سیمې او نړۍ د هېوادونو له هڅو پرتو ممکنه نه ده.

د هند صدراعظم نارندرا مودي کابل ته په خپل لومړي سفر کې دا هم یاده کړه چې افغانانو په جګړو کې زیاته قرباني ورکړې ده او دا یې وخت دی چې د مخ په زیاتیدونکو تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره ټول په ګډه کار وکړي.

نارندرا مودي ژمنه وکړه چې هغو پنځو سوه افغانانو ته به تحصیلي بورسونه ورکړي چې د کورنۍ غړي یې د هېواد د دفاع په لار کې وژل شوي دي او د دې تر څنګ به د روغتیا، کرنې، کانونو او نورو اقتصادي پروژو په برخه کې هم پانګونو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي مودي په سفر کې افغان پوځ ته د هند ام ای ۲۵ ډوله څلور پوځي هليکوپټرې هم تسلیم شوې چې د افغان ولسمشر له خوا یې تود هرکلی وشو.

د افغانستان جمهور رییس د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د هند له ملګرتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې هند د افغان دولت یو ملګری دی او تل یې ترې ملاتړ کړی دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د هندوستان دولت یواځې د افغانستان د امنیت په اړه خبرې نه کوي بلکې په عمل کې یې ثابته کړه چې د دولت شریک دی نه د هغو کړېو ملګری چې د دولت پر ضد دي. کومه برخه چې په دوامداره توګه زمونږه اړیکې پراخوي زمونږ په بشري برخه کې د هند پانګونې دي."

ښاغلي غني وویل چې هند خپلې ټولې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او افغانان به هم تر تله د هند له ولس او حکومت سره ملګري پاتې شي.

د هند صدراعظم نارندرا مودي له مسکو نه کابل ته راغلی و او بیا د پاکستان لاهور ته ولاړ څو له خپل پاکستاني سیال نوازشریف سره وګوري چې په لاهور کې نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو ترې هرکلی وکړ.

هند په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو پراختیايي برخو کې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده چې د افغانستان د ملي شورا لپاره د۲۲۰ میلیونو ډالرو په لګښت د ودانۍ جوړول هم په دغو مرستو کې شاملیږي.

صفي الله ستانکزی - کابل

XS
SM
MD
LG