صدیقي: له بایومټریک سیسټمه د طالبانو ګټه یوازې تبلیغات دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه ادعاوې ردوي چې ګنې وسله وال طالبان پر لوېو لارو د مسافرو د هویت د معلومولو لپاره له بایو مټریک سیسټم څخه کار اخلي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د وینا پر مهال له بایو مټریک سیسټم څخه د طالبانو د ګټه اخېستنې په اړه راپورونه د دغې ډلې له خوا تبلیغات وبلل.

صدیقي: د بایو مېټریک دستګا له اصلي مسؤولینو پرته هیڅ څوک نه شي کولای کار ترې واخلي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"دومره اسانه نه ده چې طالبان یا کومه ترهګره ډله دغو معلوماتو ته لاسرسۍ ولري. دا د خلکو د انديښمنولو لپاره د دوی د هڅو یوه برخه ده او زه دا ډاډ درکوم چې د بایو مېټریک دستګا له اصلي مسؤولینو پرته هیڅ څوک نه شي کولای او نه هم دا حق لري چې له دغې دستګاه څخه کار واخلي."

ښاغلي صدیقي وویل، کوم مسافر چې په کندز کې د وسله والو طالبانو له منګولو را خوشې شوي، هم وایي چې طالبانو له بایومټریک څخه استفاده نه کوله.

وسله والو طالبانو د سې شنبې په سهار وختي شاوخوا ۱۸۵ مسافر د کندز په علي اباد کې له موټر کښته او له هغو څخه یې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ۲۷تنه له ځانه سره بوتلل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي له دغو مسافرو څخه ۹ تنه طالبانو وژلي، اته یې لا هم د دوی په بند کې دي او لس تنه یې را خوشې شوي دي.

وسله والو طالبانو په خپلې خبرپاڼه کې دغه کسان په ملکي جامه کې پوځيان یاد کړي او ادعا کوي چې د بایومټریک سیسټم او اسنادو له مخې یې د دوی هویت معلوم کړی دی.

په همدې حال کې د کندز یو شمېر سیمه ییز مسوولین بیا وایي، طالبانو د کندز ښار د سقوط پر مهال دغه سیسټم لاسته راوړ او داسې ښکاري چې اوس دوی ورڅخه ګټه اخلي.

طالبانو د کندز ښار د سقوط پر مهال بایو میټریک سیسټم لاسته راوړ.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شېر عزیز کامه وال امریکا غږ آشنا تلویزیون ته ویلي، کله چې طالبانو تېر کال کندز ښار ونیو نو د بایومټریک سیسټم د دوی لاس ته ولوېد او اوس ښکاري چې دوی ورڅخه استفاده کوي.

د ټکنالوژۍ د برخې کارپوهان سره له دې چې ډاډ ورکوي چې د بایومټریک ذخیره او معلومات خوندي وي خو دا امکان هم نه ردوي چې د ناسم مصؤنیت په صورت کې دې دغه معلومات د نورو لاس ته ولویږي.

د ټکنالوژۍ د برخې کارپوهان سره له دې چې ډاډ ورکوي چې د بایومټریک ذخیره او معلومات خوندي وي.

د ټکنالوژۍ د برخې کارپوه مالک نظري وایي، اساساً هر څوک نه شي کولای د بایومټریک سیسټم او معلوماتو ته یې لاسرسی پیدا کړي.

ښاغلي نظري زیاته کړه:

"که کومه کمپنۍ متیقنه وي چې سیسټم یې محفوظ او ساتل شوی ده. د فایر وال او ځیني نور سافټ ویرونه دي چې هغه یې محفوظ کړی وي نو په هغه صورت کې نه شخص او نه هم کوم ملک هغه ته لاسرسی پیدا کولای شي. ولې که لازم تخنیکي وسایل موجود نه وي او ساتل شوی نه وي نو په هغه صورت کې هم اشخاص او هم هېوادونه ورته لاسرسی پیدا کولای شي."

ښاغلی نظري وایي، دا ډېره مهمه ده چې د حکومت او افغان ځواکونو بایومټریک معلومات خوندي وساتل شي که نه نو د سیمې استخباراتي کړۍ او یا هم اشخاص کولای شي ورنه ناوړه استفاده وکړي.

راپور: قسیم سوله مل