د شېر خان بندر د ګمرک په عوایدو کې ۸ سلنه زیاتوالي راغلی

د کندز ولایت د شېرخان بندر د ګمرک چارواکي وايي چې د یاد ګمرک په عواید کې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

د شېر خان بندر د ګمرک رئیس شهاب الدین باور وايي، سره له دې چې په دې ولایت کې امنیتي ګواښونه پر خپل ځای دي، خو بیا هم د تېر مالي کال په لومړۍ درېیو میاشتو کې د دې ګمرک عواید ډېر لږو، خو د روان مالي کال په ورته موده کې ۸ سلنه د بندر په عوایدو کې زیاتوالي راغلی دي.

د شېر خان بندر د ګمرک رئیس شهاب الدین باور

هغه زیاته کړه:

"که څه هم یوه اندازه ستونزې په دې بندر کې شته دي، خو د تېرکال د درې میاشتو په توپېر، بیا په روان مالي کال کې په ورته موده کې زموږ په عوایدو کې ۸ سلنه زیاتوالي راغلی دي."

شېر خان بندر له تاجکستان سره په پوله د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى چې سوداګريز مالونه ترې د امو سيند له پله تر تېرېدو وروسته د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ صادر او واردېږي.

د ګمرک رئیس زیاته کړه چې د تاجکستان هېواد د قونسلګرۍ د تړلو له کبله سوداګرو ته ډېرې ستونزې پیدا شوي دی، ځکه اوس مهال سوداګر د تاجکستان د وېزه له ستونزو سره مخامخ دي:

"د افغانستان حکومت باید له تاجکستان سره خبرې وکړي، څو خپله قونسلګرۍ په شېرخان بندر کې خلاصه کړي چې د سوداګرو ستونزې هوارې شي."

په ورته وخت کې، په شېر خان بندر کې یو شمېر سوداګر هم د تاجکستان د قونسلګرۍ د خلاصېدو غوښتنه کوي.

یوتن ملي سوداګر احمد فهیم له ازادي راډيو سره په خبرو کې داسې وویل:

"زموږ دولتي چارواکي باید له تاجکستان هېواد سره خبرې وکړي، څو خپله قونسلګرۍ په کندز کې بېرته فعاله کړي چې د سوداګرو ستونزې حل شي، ځکه اوس مهال د سوداګرو سوداکریز توکي د تاجک په نوم تاجکستان ته صادریږي."

باور په ډاګه کړه چې له دې بندر څخه واردات نفتي او ودانيزو توکو، سيخ ګول، خوراکي توکو لکه اوړو، پيازو او يو شمېر پرچون توکو څخه دي، خو صادرات بیا لکه سمنټ، بوره، لاسي صنايع، خوراکي توکو او داسې نور توکو څخه دي.

د کندز ولایت له تاجکستان سره د ۲۷۰ کیلومتره په اوږوالي ګډه پوله لري او د امو سیند د تاجکستان او افغانستان درمنځ بهیږي او شېرخان بندر د يوه اوږده پول له لارې چې ٦٧٠ متره اوږدوالى او ١١ متره پلنوالى لري، له تاجکستان سره نښلول شوي دي.

راپور: اجمل ارین