نړۍ کې د کارګرانو ورځ په مظاهرو ولمانځل شوه

د مې لومړۍ نېټه د کارګرانو نړیواله ورځ پرون په ټوله نړۍ کې د لاریونونو او مظاهرو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د ترکیې په استانبول ښار او د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو شیندلو له ماشینونو څخه کار واخیست.

د مسکو په ګډون په څو نورو ښارونو کې هم لسګونه زره کسانو لاریونونه وکړل.

د ترکیې په استانبول ښار کې مظاهره چیانو په داسې حال کې چې د مې د لومړۍ نېټې په مناسبت شعارونه ورسره وو، د تقسیم چوک خواته حرکت وکړ.

پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندلو له ماشینونو څخه کار واخیست.

د کارګرانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په استانبول کې چې د ترکیې ستر تجارتي مرکز دی، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو. په دې ښار کې سږ کال دوه تروریستي حملې وشوې چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه.

د ترکیې انادولو خبري اژانس راپور ورکوي چې چارواکو له ۲۴ زره زیات پولیس او د اوبو شیندلو ۱۲۰ ټانکرونه ښار ته راایستلي وو او هلیکوپټرو په فضا کې ګزمه کوله.

ترکي چارواکو سږ کال هم د نورو کلونو په څېر مظاهره چیانو ته اجازه ورنه کړه چې تقسیم چوک ته ننوځي خو وروسته له دې چې یو شمېر کسانو د دې چوک ساحې ته د ننوتلو هڅه وکړه پولیسو له اوښکي بهوونکي ګازه کار واخیست.

د انادولو د راپور له مخې د استانبول په مظاهرو کې پولیسو لږ تر لږه ۴۰ کسان ونیول.

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې شاوخوا ۱۷ زره کسانو په یوه پراخ لاریون کې د کار او کارګر په قانون کې د اصلاحاتو د پلان په وړاندې اعتراض وکړ.

ټاکل شوې چې د اصلاحاتو د قانون دا لایحه سبا د تصویب لپاره د فرانسې پارلمان ته وړاندې شي.

په پاریس کې د مې د لومړۍ نېټې په مناسبت لاریون د دې لایحې په وړاندې دوهم لاریون دی.

دا اعتراضیه مظاهرې د هغو کسانو له خوا کیږي چې د فرانسې حکومت یې قانون ماتوونکي بولي او تل له امنیتي ځواکونو سره د نښتو او مقابلې هڅه کوي.

اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل چې حکومت باید خپل دا قانون بېرته واخلي.

خو د مسکو په سره ډګر کې بیا لسګونه زره کسانو په هغه لاریون کې برخه واخیسته چې د متحدې روسیې د واکمن ګوند له خوا جوړ شوی و.

له اعتراض کوونکو سره د روسیې بیرغونه او بالونونه وو. خو یو شمېر کسانو په خپلو شعارونو کې د معاشونو د زیاتولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوله چې دا د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر حکومت څرګند انتقاد دی.

کین اړخو ګوندونو هم په مسکو کې جلا غونډې جوړې کړې وې.

سږ کال د مې لومړۍ نېټه د ایستر په نوم د ارتودوکس عیسویانو له اختر سره برابره وه.

سږ کال د مې لومړۍ نېټه د ایستر په نوم د ارتودوکس عیسویانو له اختر سره برابره وه.

د روسیې د کمونیست ګوند مشر ګنادي زیوګانوف د دې لاریون ګډونوالو ته په وینا کې وویل:

"سږ کال په زړه پورې تصادف دا دی چې د مې لومړۍ نېټه له ایستر یا د حضرت عیسی- چې د بشریت او عدالت لپاره یې مبارزه کوله، د بیا ژوندي کېدو له سپیڅلې ورځې سره برابره ده. ژوندی دې وي وي عدالت، تل دې وي یووالی، تل دې وي د ولسونو دوستي...."

پر استانبول، پاریس او مسکو سربېره د نړۍ په نورو ښارونو کې هم سږ کال لسګونه زره کسان واټونو ته راووتل او د کارګرانو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې مظاهرې وکړې او د کارګرانو د ژوند د شرایطو د ښېګڼې غوښتنه یې وکړه.