د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

په افغانستان کې د بېکاري د زیاتېدو په اړه اندېښنې


د افغانستان د ځوانانود همغږۍ او پیاوړتیا شبکه وايي؛ په هیواد کې بېکاري له یوې نه ورځې بلې ته زیاتیږي او که حکومت ورته تدابیر و نه نیسي؛ روان وضعیت به په یو ناورین واوړي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې ګڼو مدني فعالانو؛ د کارګرانو مختلفو ټولنو، صنفي اتحادیو او عامو خلکو؛ د ځوانانو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو په هکله غږ پورته کړی؛ خو د افغاستان د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا شبکه وايي؛ دغه ستونزه له یوې ورځې نه بلې ته پراخیږي او که حکومت ورته تدابیر و نه نیسي؛ روان وضعیت به په یوه ناورین بدل شي.

د دې شبکې غړو د دوشنبې په ورځ په کابل کې پرحکومت انتقاد وکړ چې د ځوانانو د بېکارۍ د کمولو لپاره؛ رغنده او عملي پروګرامونه نه لري.

د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا د شبکې مشر عنایت ناصر وویل؛ د هېواد د نفوسو شپیته فیصده برخه له ځوانانو جوړه ده؛ دا لوی قوت دی، خو له بده مرغه چې د حکومت د کمزوریو پالیسیو له امله؛ له دغه قوته ګټه پورته نه شوه:

((بیکارۍ د هېواد پر امنیت ناوړه اثر کړی دی؛ حکومت د بېکارۍ پر وړاندې خاموش پاتې دی؛ د خلکو نا امیدي زیاته شوې ده، حکومت په خپلمنځي اختلافونه بوخت دی. له دې وروسته به موږ په ټول هېواد کې ځوانان یو موټی او پر حکومت به فشار زیات کړو چې د ستونزې حل ته تدابیر ونیسي.))

ښاغلي ناصر وویل، هر کال شاوخوا څلور لکه ځوانان د کار جوګه کیږي؛ خو د کاري فرضتونو د نشتوالي له امله وزګار پاتې او له اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي.

د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي وویل؛ نن سبا د پوهنتونونو ګڼ شمېر محصلان هڅې کوي چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي؛ دا ځکه چې د بېکارۍ د زیاتېدو له امله په راتلونکې بې باوره شوي دي.

په دې غونډه کې داسې ځوانان هم حاضر وو چې له پوهنتونونو فارغ شوي؛ خو کلونه کیږي چې له هڅو سره - سره، کار نه مومي.

د مطیع الله احمدزي په نامه یوه ځوان ازادي راډیو ته وویل:

((زه د کمپوټر ساینس له پوهنځي څخه فارغ شوی یم؛ څه کم دوه کاله کیږي په وزارتونو ګرځم؛ غوښتنلیکونه ورکوم، خو کار راته نه پیدا کیږي؛ اقتصادي وضع مې خرابه ده، واړه وروڼه او خویندې ماته سترګې په لاره دي؛ پرته له ما بل سرپرست نه لري.))

د دې شبکې غړو پر ځوانانو دا غږ هم وکړ چې بهرته دې له تللو ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې اوسمهال په هېواد کې د مطلقو وزګارو شمېر شاوخوا دوه نیم میلیونو ته رسیدلی او هرکال پر دې شمېرې؛ لګسونه زره نور هم ورزیاتیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ستونزه مني؛ خو وايي، د روانې ستونزې حل ته يې پلانونه ترتیب کړي چې له پلي کېدو سره به یې روانې ستونزې کمې شي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاری ازادي راډیو ته وویل:

((هیله مند یو چې د لنډ مهالو پروګرامونو له لارې خپل کارګران د خلیج هېوادونو ته ولیږو او په اوږد مهالو پروګرامونو غواړو؛ د کارموندنې په دایمي زیربنا و کار وکړو. دا پروژې به په هېواد کې دبیکارۍ ستونزه کمه کړي.))

په افغانستان کې د بیکارۍ له امله هره ورځ په سلګونو ځوانان د ایران او پاکستان له لارو هڅې کوي چې هر ډول خطر ته غاړه کیږدي؛ خو چې بهر ته ووځي.

څیړونکي وايي، حکومت دې د ستونزې کمولو ته د خصوصي سکتور او نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي مرستې جلب کړي او که نو روانه ستونزه به هېواد او حکومت ته ښې پایلی و نه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG