"له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د روسیې همکاري ګټوره ده"

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، که روسیه او یا هم بل کوم هېواد له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ و درېږي نو دا به په دې برخه کې ډېر ګټور کار وي.

د ولسمشر مرستیال ویاند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان دا مهال له تروریزم سره په جدي مبارزه کې ښکېل دی.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون ځينې غړي هم وایي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په قضیه کې ګډې ګټې لري.

په افغانستان کې موجوده نا امنیو او تروریستي ډلو او له دې اړخه سیمې او نړۍ ته متوجې ګواښ د نړۍ هېوادونه اړ کړي څو په یو نه یو ډول د افغانستان په قضیو کې ښکېل شي.

اوس د افغانستان جمهوري ریاست وایي، هر هغه هېواد چې د افغانستان د قضیو په تړاو رغونکی او مثبت رول ولري، دغه هېواد به ورڅخه له تروریزم سره د مبارزې او د سولې په ټينګښت کې کار واخلي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د روسیې په ګډون هر هېواد ګټور تمامېدای شي.

هغه زیاته کړه:

"موږ د تروریزم له پدیدې سره په یوې جدي مبارزې کې یو، دا یوه نړیواله مبارزه غواړي او هر هېواد چې په دې برخه کې د افغانستان تر څنګ وي نو کولای شي ګټور تمام شي."

دا موضوع وروسته له هغې مطرح شوه چې د ازبکستان ولسمشر د روسیې له جمهور رئیس سره په مسکو کې په ګډه خبري غونډه کې ویلي، له روسیې پرته د افغانستان د قضیې د حل لپاره کوښښ به بې ګټي وي.

اسلام کریموف همدا رنګه ویلي چې روسیې ته باید د افغانستان د سولې په خبرو کې ونډه ورکړل شي.

خو په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته په وروستیو کې وویل چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو په وینا یې روسیه به هیڅ کله د افغانستان د سولې په څلور اړخیز بهیر کې ګډون و نه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا روسیه په افغانستان کې د امریکا په شان هېواد د فزیکي شتون په صورت کې کولای شي د افغانستان اړوند مسایلو کې ځان ښکېل کړي؟

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی داوود کلکاني وایي، دا د خوښۍ ځای دی چې د سیمې او نړۍ پیاوړې هېوادونه د افغانستان په قضیه کې یو شان ګټې لري.

هغه زیاته کړه:

افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي

"د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د ګټو تضاد نه بلکې یو شان ګټې لري، هم روسان او هم امریکایان په افغانستان کې سوله غواړي او دواړه غواړي په دغه هېواد کې له تروریزم سره مبارزه وکړي."

خو کارپوهان وایي، امریکا به روسیې ته دا اجازه ورنه کړي چې یو وار بیا د افغانستان په قضیو کې ښکېله شي.

د چارو کارپوه حاجي سید داود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې روسان او د مرکزي اسیا هېوادونه علاقه لري چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل پاتې شي، خو دلته امریکایان فزیکي حضور لري او هغوی د افغانستان د اردو او دولت بودجه په غاړه لري، هغوی به اجازه ورنه کړي چې روسان دي دوهم وارې په افغانستان کې ځان ښکېل کړي."

نوموړی دا هم وایي چې د ا فغانستان د سولې په خبرو کې د روسیې ونډه اخیستل هم په امریکا پورې اړه لري چې که دغه هېواد و غواړي نو روسیه به د افغانستان د سولې په بهیر کې شامله شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل