په دفاع وزارت کې بسټیز اصلاحات رامنځته شوي

د افغانستان دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري او د یاد وزارت تخینکي او لوجستیکی مرستیال، غلام سخی احمدزی

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د نوي کال په تړونونو کې یې شفافیت، د کورني تولیداتو پېر او سرعت ته ډېره پاملرنه کړې ده.

په تخنیکې او لوژستیکي برخه کې د یاد وزارت مرستیال غلام سخي احمدزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د شفافیت او سرعت د ساتلو په خاطر د قراردادونو شمېر له ۵۵۰ څخه ۷۰ ته راښکته شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په پخوانیو قراردادونو کې د ملیونونو ډالرو فساد له رسوايي وروسته د یاد وزارت چارواکي د نوې تړونونو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي.

په تخنیکي او لوژستیکي برخه کې د دفاع وزات مرستیال غلام سخي احمدزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د تدارکاتو، البسې، اعاشې او لوژستیکي برخو په تړونونو کې ملیونونو افغانیو د سپما تر څنګ لازم نور اصلاحات هم راوستل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت تخنیکي او لوجستیکي مرستیال، غلام سخي احمدزی.

هغه وايي چې سږ کال به افغان ملي اردو ته ۱۹۶ زره یونیفورم د هېواد د ننه برابر شي چې د نورو ګټو تر څنګ یې په قرارداد کې ۲۰۰ ملیونه افغانۍ سپما راغلي ده.

دا چې د دفاع وزارت په نوو دغو تړونونو کې څه توپیر راغلی ښاغلی احمدزی یې په اړه واي:

"سږ کال په دغو قراردادونو کې دری میلیارډه افغانۍ سپمیږي، په همدې ډول موږ یو معقول او سالم رقابت رامنځته کړی دی، د قراردادونو د ارزیابۍ پروسه مو په زړه سواندی او شفافیت سره مخ ته بېولي ده او د ډونر بشپړ رضایت مو تر لاسه کړی دی."

له دې وړاندې د تدارکاتو کمېټې له خوا د افغانستان د دفاع وزارت په ډېرو تړونونو کې د فساد د موجودیت ښکاره شوی دی.

د دلوې په میاشت کې له هغې وروسته چې د دې وزارت د تېلو په پخواني قراردادونو کې ۲۱۵ ملیونو ډالرو اختلاس ثابت شو جمهور رئیس غني د دې وزارت هغه قرارداد لغو او ډېرو نورو د څېړلو امر یې صادر کړ.

دفاع وزارت د افغان حکومت د تدارکاتو تر ټولو لویه برخه جوړوي چې د معلوماتو له مخې هر کال له اته میلیارډه افغانیو څخه ډېر تړونونه لاسلیکوي.

په همدې حال کې د تخنیک او لوژستیک په برخه کې د دفاع وزارت مسؤل غلام سخی احمدزی وايي چې د دې وزارت په قراردادونو کې د کورني تولید برخې پیاوړتیا ته تر بل هر وخت ډيره پاملرنه شوي ده:

"د دفاع وزارت قراردادونه باید د هېواد د کورني اقتصاد د محرک او پیاوړتیا په فاکتور بدل شي چې په دې برخه کې اوس موږ ډېره پاملرنه کړي ده."

افغان حکومت داسې وخت په قراردادونو کې د شفافیت په تامین ټینګار کوي چې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت په تېره بیا د دفاع وزارت سره د مرستو د دوام لپاره شفافیت او حساب ورکونه شرط ټاکلی دی.

د روانو چارو کارپوه حکمت الله صدیقي وايي چې د شفافیت لپاره د افغان حکومت هڅې ممکن د وارسا او بروکسل په غونډو کې د دغه هېواد سره د مرستو په دوام اغېز وکړي او له همدې امله باید د حکومت هر قرارداد واضح او له فساده خلاص وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ