د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

"د دفاع وزارت په تدارکاتي سیسټم کې دې بنیادي اصلاحات راشي"


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د دې ارګان په تدارکاتي سیسټم کې باید، بنیادي اصلاحات رامنځته شي.

دوی په دې باور دي چې د خریدارېو په تړونونه او تدارکاتي سیسټم کې د مقرراتو پیچلتیا فساد ته زمینه برابرولی شي. دا خبره د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي د یکشنبې په ورځ د دې وزارت د لوړو پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبتولو په مراسمو کې وکړه.

که څه هم پخوا تر دې د افغانستان د دفاع وزارت د خریدارېو په تړونونو او په مجموع کې په تدارکاتي سیسټم کې د فساد خبرې شوي، خو د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي چې په دې سیستم کې یې د بنیادي اصلاحاتو د راوستلو لپاره هڅې تیزې کړي دي.

ښاغلي ستانکزي دا خبره د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دفاع وزارت د لوړو چارواکو، د شتمنیو د ثبتولو په مراسمو کې وکړه.

ده وویل، د دې وزارت د تدارکاتو پیچلي مقررات د فساد سبب کیږي او وروسته له دې باید، دغه سیسټم د امکان تر حده ساده او اسانه شي:

"د دې مخه نیسو چې د اردو لمنې ته د فساد شرمناکه رټه ونه رسیږي او که رسیدلې هم وي باید ژر يې پاکه کړو. بله دا چې سیستمونه اصلاح کړو، مثلاً کله چې د ضرورت وړ یو شی اخلو باید شل ورځې پر شاوخوا ۲۵ دفترونو وګرځو. دا مرحله باید په پنځو د فترونو کې خلاصه شي، دا ځکه چې د وخت ضایع کیدل فساد ته زمینه برابروي."

په دې ورځ د دفاع وزارت د ۹۰۰ لوړو پستونو د مسوولینو شتمني، د وزارت په ځانګړو فورمو کې په رسمي توګه ثبت شوې.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې دغه پستونه تر ډیره ځایه د وزارت د اړوندو دفترونو او قطعاتو مالي او تدارکاتي چارې پرمخ وړي.

پخوا تر دې ځینو موسسو ویلي وو چې د دفاع وزارت په تدارکاتي سیسټم کې فساد موجود دی.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني د روان لمریزکال په لومړېو کې د یاد وزارت په تړونونو او تدارکاتي سیستم کې د فساد د څیړلو لپاره د حمیداله فاروقي په مشرۍ یو ځانګړي کمېسیون ګمارلی و.

ښاغلي فاروقي د څیړنو د پایلو د خپرولو پرمهال رسنیو ته ویلي و چې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت يې د دې وزارت د تیلو په تړونونو کې ۱۰۰ میلیونه ډالره فساد موندلی او د فساد شاوخوا ۴۰ عاملین یې عدلي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبتولو په مراسمو کې له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر حسین فخري هیله وښوده چې د دې وزارت مسوولین دې د وزارت په ټولو قطعاتو کې د فساد پر ضد مبارزه جدي کړي، څو دغه وزارت ته بیا د فساد د موجودیت ګوته ونه نیول شي:

"د دارایي له ثبتولو څخه مو هدف دا دی چې که خلک د دولتي چارواکو د شتمنیو په اړه نور معلومات ولري، له موږ سره دې یې شریک کړي. د دارايي ثبتول د بررسۍ او څیړلو بله مرحله هم لري.د د فاع وزارت د ځینو مسوولینو په اړه خلک خبرې کیږي چې له دولتي امکاناتو څخه ګټه اخلي، د دې لپاره چې دا ستونزه لیرې شي، هیله ده چې د دې وزارت چارواکي، په ټولو قطعاتو کې د فساد پر ضد د مبارزې امر په ښه توګه پلی کړي."

خلک وايي، د افغانستان په اکثرو ادارو کې فساد موجود دی او لامل یې دا دی چې له سرغړونکو سره عدلي او قضایي ارګانونه جدي چلند نه کوي.

حکومت تر اوسه څو ځله په بېلابېلو ادارو کې په فساد ککړ چارواکي رسنیو ته پیژندلي، خو د عدلي تعقیب موضوع یې لا تر اوسه بې برخه لیکه پاتې ده.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG