د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د مالیې وزارت د هېواد تدارکاتي سیستم غیر شفاف بولي


د مالیې وزارت وایي، اوسنی له ستونزو ډک تدارکاتي سیستم د پراختیایي بودجې د مصرف مخه نیولې او د لویو پروژو په بیو یې هم ناوړه اغیز کړی.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د سه شنبې په ورځ د تدارکاتو په ملي کانفرانس کې وویل چې؛ ځینې ادارې په تدارکاتو کې لاسوهنه کوي او د دې سیسټم په شفافیت یې سیوری غوړولی.

"زموږ تدارکات غیر شفاف او غیر مؤثر دي، د تدارکاتو په بهیر کې لاسوهنې موجودې دي، هغه کسان چې د تدارکاتو مسوولیت لري هغوی؛ صلاحیت نه لري، د تدارکاتو په اداره کې هم له دننه او هم له بهره لاسوهنې کیږي، مخکې له دې چې دغه بهیر بشپړ شي عدلي او قضایي ادارې لاسوهنه کوي."

مالیې وزارت د همدې ستونزو د هواري په مقصد په کابل کې د تدارکاتو ملي کانفرانس جوړ کړی وو چې؛ ځینو بهرنیو چارواکو هم برخه په کې اخیستې وه.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په دې کانفرانس کې د تدارکاتو په برخه کې د ظرفیتونو په لوړولو او ددې سیستم د ستونزو په هوارولو سلا مشورې وشوې.

تدارکات هغه مراحل دي چې یوه اداره یې د بودجې د ترلاسه کولو لپاره ترسره کوي.

پخوا تردې اکثره سکتوري وزارتونو د بودجې د کم مصرف عوامل هم ددې سیستم ستونزې یادې کړي.

د مالیې وزارت وایي د تدارکاتو قانون کومه ستونزه نه لري، خو د ځینو ادارو د لاسوهنو له امله دغه بهیر ستونزمن شوی دی.

د مالیې وزیر وایي چې عدلي او قضایي ارګانونه ترډیره د تدارکاتو په بهیر کې لاسوهنه کوي.

د عدلیې وزارت بیا د دوی د کارکوونکو له خوا د تدارکاتو په بهیر کې لاسوهنه تاییدوي، خو وایي دوی دغه کار د خلکو د شکایتونو په اساس کوي.

د دې وزارت مسلکي معین سید یوسف حلیم په دې اړه وایي:

"ځینې وختونه داسې پيښیږي چې د تدارکاتو په بهیر کې دخیل اشخاص چې ممکن قراردادیان وي عدلي او قضایي ادارو ته شکایت کوي چې دغه پروسه د تدارکاتو شفافه نه وه، نو په هماغه اساس عدلي او قضایي ارګانونه د تدارکاتو په پروسه کې مداخله کوي، طبعآ شکایت څیړنې ته ضرورت لري او د څیړنې پرمهال د تدارکاتو پروسه دریږي."

د ټولو ولایتونو د تدارکاتو سیستم دا مهال په کابل پورې منحصر دی او د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دې کار هم دا سیستم ستونزمن کړی.

د مالیې وزارت وايي، هڅه به وکړي چې ورو ورو د ولایاتو د تدارکاتو پروسې ولایتونو ته انتقال کړي.

اقتصادي کارپوهان هم وایي، که چیرې د تدارکاتو بهیر د مرکز له انحصاره را ووځي، نو ستونزې به یې ترډیره کمې شي او په کم وخت کې به بشپړیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG