د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

سرګي لاوروف او بنیامین نتانیاهو د ایران په اړه خبرې وکړې


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په بیت‌المقدس کې خبرې وکړې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د روسیې هغه وړاندیز رد کړ چې اسرائیل دې اجازه ورکړي څو ایراني پوځیان د جولان په ۱۰۰ کېلو مترۍ کې پاتې شي.

دا خبره د اسرائیل یوه چارواکي د نوم د نه‌ښودلو په شرط روېټرز اژانس ته کړې ده.

د اسرائیلو صدراعظم نتانیاهو ویلي چې "موږ به اجازه ورنه‌کړو چې ایراني پوځیان له پولې ۱۰۰ کېلو متره هاخوا ځانونه ځای پر ځای کړي."

که څه هم ایران په سوریه کې خپل حضور د بشار اسد د رژيم په بلنه یوازې مشورتي بللی، خو مسکو ته په سفر کې د ایران د مشر علي خامنه‌اي سلاکار علي اکبر ولایتي وویل د سوریې د غوښتنې په صورت کې به ژر له هغه هېواده وځي.

اسرائیل غواړي چې ایران له خپلو پولو تر ممکنه حده لیرې وساتي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرګي لاوروف او بنیامین نتانیاهو ترمنځ له خبرو وروسته یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو د منځني ختیځ د اجنډا په چوکاټ کې په بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې د سوریې او ګاونډ سیمو په روان حالت بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر څنګ د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والري ګراسیموف هم له نتانیاهو سره په لیدنه کې حضور درلود.

اسرائیل غواړي چې ایران له خپلو پولو تر ممکنه حده لیرې وساتي.

ایران په جګړه کې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د رژیم تر څنګ ولاړ دی.

روسیه چې د اسد د رژيم یوه اصلي متحده ده ګواښ کړی چې دا به غیر واقع‌بینانه وي څو تمه وکړو چې ایران په بشپړه توګه له سوریې ووځي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په داسې حال کې د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل چې دوه اوونۍ مخکې مسکو ته تللی و او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې کتلي و.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او ولسمشر ولادیمیر پوتین

هغه د دوشنبې په ورځ له سرګي لاوروف سره د غونډې په پيل کې د اسرائیلو په اړه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو په سرمشریزه کې مطرح شوې خبرې هم وستایلې.

ښاغلي نتانیاهو زیاته کړه:

"خلاصه باید ووایم چې ما د ولسمشر پوتین هغه خبرې وستایلې چې له ولسمشر ټرمپ سره‌یې په سرمشریزه کې د اسرائیلو د امنیت په اړه کړې وې."

اسرائیل غواړي چې ایران له خپلو پولو تر ممکنه حده لیرې وساتي.

​د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره د جولای په ۱۶مه د فنلند په پلازمېنه هلسینکي کې خبرې وکړې.

ده د اسرائیل اړوند مسایل هم یاد کړل او ویې‌ویل چې د جولان د امنیت برقراري به د اسرائیلو امن خوندي وساتي.

د جولان هسکې سیمې د سوریې په لیرې جنوب لوېدیځو سیمو کې پرتې دي چې د سوریې له پلازمېنې دمشق یوازې ۷۰ کېلو متره واټن لري.

XS
SM
MD
LG