خبرونه
د ایران د ملي امنیتي شورا منشي له پاکستانیو چارواکو سره پر "امنیتي" موضوعاتو غږېدلی
د ایران د سترې ملي امنیتي شورا منشي د پاکستان له صدراعظم، ولسمشر او د پوځ له مشر سره د سیمه ییز امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پر خپله ووبپاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې علي لاريجاني د نومبر پر ۲۶مه په راولپېنډۍ کې د پوځ له مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره ولیدل.
بیان وايي، دواړو چارواکو پر "دوه اړخیزه همکاریو او سیمه ییزو امنیتي مسایلو" خبرې وکړې.
د د پاکستان د پوځ په خبره، منیر په خپلو خبرو کې د پاکستان او ایران ترمینځ د "ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د نېږدې همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ."
د پوځ بیان زیاتوي، لاریجاني په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړي کولو هوډ وښود.
لاریجاني د نومبر پر ۲۵مه په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته له صدراعظم محمد شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري سره هم ولیدل.
د پاکستان حکومت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې شریف له ایران سره د خپلو "تاریخي" او "نېږدې" اړیکو پر پیاوړتیا او پراخولو ټینګار وکړ او په "سختو وختونو کې یې له پاکستان سره د یووالي په ښودو" ورڅخه "مننه" وکړه.
د پاکستان ولسمشر دفتر د نومبر پر ۲۵مه پر اېکس په بیان کې ویلي چې اصف علي زرداري د ایران د ملي امنیتي شورا له منشي علي لاریجاني سره پر "دوه اړخیزو تعلقاتو، سیمه ییز امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې پر همکارۍ، د ایران-پاکستان ګازو نللیکې" او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې.
د ایران - پاکستان د ګازو نللیکې پروژه له کلونو راهیسې د پانګې د کمښت او پر ایران د امریکا په ګډون د نړیوالو بندیزونو له کبله د پيدا شویو اندېښنو پر اساس د ځنډ ښکار او له ننګونو سره مخامخ ده. د دواړو هېوادونو چارواکو د ۲۰۰۹ کال په جون کې، "د ګازو د پلور او پېر" ۲۵ کلن تړون لاسليک کړ او ټاکل شوې وه چې هغه پروژه په ۲۰۱۴ کال کې بشپړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په بیان کې ویلي چې لاریجاني په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیر او د صدراعظم له مرستیال اسحاق ډار سره ولیدل او دواړو مشرانو د سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه د همکاریو د پیاوړي کولو هوډ تکرار کړ.
لاریجاني د نومبر پر ۲۵مه اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پر هوايي ډګر خبریالانو ته وویل، د "سیمې بدلېدونکو شرایطو" ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمینځ د "همکاریو زیاتول اړین" دي.
د پاکستان حکومت وايي، د ډار په مشرۍ یو پلاوی به "ډېر ژر" له ایران سره د اړیکو پیاوړي کولو په موخه تهران ته ورشي، خو د سفر نېټه یې نه ده ښوولې.
د پاکستان چارواکو په خپلو بیانونو کې نور معلومات او تفصیل نه دی ورکړی خو شنونکي وايي د پاکستان او پر افغانستان د واکمنو طالبانو ترمینځ د اړیکو ښه کول هم اسلام اباد ته د لاریجاني د سفر یوه موخه کېدای شي.
په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طارق عزیز د نومبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، تهران او اسلام اباد په سیمه ییزو او نړیوالو کشالو کې د یو بل ملاتړ ته اړتیا لري.
دی وايي، "د افغانستان په اړه ايران ، چين ، روسیې او پاکستان [د مسکو فارمېټ په نوم] يوه ډله جوړه کړې ده چې وروستۍ ناسته يې په اکتوبر کې په مسکو کې وشوه. نو پر دې موضوع خو د دوی ترمينځ خبرې روانې وي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي خو ظاهره خبره ده کله چې په سيمه کې د امنيت خبره کيږي نو د افغانستان ذکر به ضرور" کېږي.
د مسکو فارمېټ په هغه غونډه کې د هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو هم ګډون کړی وو.
د پاکستان او ایران چارواکو تېر کال تر لنډ وخته د اړیکو تر خرابېدو وروسته د تعلقاتو د ښه کولو هڅو ته دوام ورکړی دی. ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان د ۲۰۲۵ز کال په اګست کې له یو پلاوي سره اسلام اباد ته ولاړ. دواړو هېوادونو هغه مهال د کلنۍ دوه اړخیزه سوداګرۍ کچ "۱۰ مېلیارده امریکايي ډالرو" ته پر رسولو او د "دفاعي همکارۍ" پر لا پیاوړي کولو سلا شوي ول.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.
تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.
د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.
تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هانګ کانګ د اورلګیدو تلفات ۹۴ ته لوړ شول
د هانګ کانګ پولیسو د پنجشنبې په ورځ د یوه ساختماني شرکت مشران، په دغه ښار کې د اور لیګدو د پیښې په تړاو، د غیر عمدي قتل په تور ونیول.
د دې اور له امله چې په دوو جګو ودانیو کې پيل شو لږ تر لږه څلور نوي کسان ووژل شول او لاهم په لسګونو نور تري تم دي.
اوروژونکو نن سهار د پېښې له پيل څخه څلرویشت ساعته وروسته خبر ور کړ چې تقریبا اور کنټرول شوی دی.
دغه دوې ودانۍ چې اور پکې ولګید، بیا رغیدې. په هانګ کانګ کې د راپورونو له مخې په تیرو اتیا کلونو کې د دې اور ساری نه و لیدل شوی.
د سوریې موقت ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې جشنونه پيل کړي
د سوریې لنډمهاله ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې نن لارو کوڅو ته راووځي او د بشار الاسد د رژیم د سقوط کال دې ولمانځي.
احمد الشرع د بشار الاسد د رژیم د نسکوریدو تر ورځې نژدې اونۍ مخکې په تلویزیوني وینا کې وویل چې خلک دې په چوکونو کې راغونډ شي او ملي یووالی دې څرګند کړي.
د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله والو پروسږکال د ډسمبر په اتمه پلازمینه دمشق ونیو او بشار الاسد روسیې ته وتښتید.
اوس په سوریه کې حکومتي چارې د موقت حکومت له لورې چې الشرع یې مشري کوي، مخته ځي.
په پاکستان کې وسله والو پولیس وژلي او تښتېدلي
د خیبرپښتونخوا په هنګو ولسوالي کې د پولیسو درې افسران ووژل شول.
په هنګو کې پولیسو رسنیو ته وویل چې وسله والو د پنجشنبې په ورځ د سړک د غاړې پر یوې امنیتي پوستې ډزې وکړې، درې افسران یې ووژل او برید کوونکي وتښتیدل.
د دې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو په خیبرپښتونخوا کې اکثر بریدونه تحریک طالبان پاکستان ( ټي ټي پي) ډله کوي. اسلام اباد افغان طالبان تورنوي چې د ( ټي ټي پي) ملاتړ کوي، افغان طالبان دا تور ردوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هنګو تر پیښې وروسته وویل چې په خیبرپښتونخوا کې له وسله والو سره په مبارزه کې پولیس مهم رول لوبوي.
متقي: پاکستان دې د فشار پر ځای خبرو ته مخه کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیله لري اسلام اباد د زور په ځای خبرو ته ترجیح ورکړي.
امیرخان متقي دا خبره پرون په کابل کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرت الساس سره د لیدو پرمهال وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلې دي چې د دې لیدنې پرمهال دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وکړې او د افغانستان-پاکستان او سیمې پر وضعیت هم وغږیدل.
د دې بیان له مخې د ناروې شارژدافیر د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بمباریو په ترڅ کې د ملکیانو پر وژنه خواشیني څرګنده کړه.
طالبان وایي، د دوشنبې په شپه ناوخته پاکستاني الوتکو په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې بمبارۍ وکړې چې لږ تر لږه لس ملکیان پکې ووژل شول. پاکستان ویلي دي چې د دوی الوتکو دا بمباري نه ده کړې.
په تاجکستان کې درې چینایان وژل شوي
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د چهارشنبې ورځې په پای کې د افغانستان پولي ته څیرمه د یوه برید په ترڅ کې درې چینایان وژل شوې دي.
د دې وازت په بیان کې ادعا شوې ده چې دا حمله د افغانستان له خاورې په ختلان ولایت کې د یوه شرکت پر مرکز شوې ده چې د سروزو د کان د استخراج چارې مخته وړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
په هانګ کانګ کې د لګیدلي اور د قربانیانو شمیر په زیاتیدو دی
په هانګ کانګ کې د استوګنې په څو بلاکونو کې د لګیدلي اور له امله لږ تر لږه پنځه پنځوس کسان وژل شوي او لاهم نژدې درې سوه کسان تري تم دي.
اور وژونکو نن وویل چې له یوې ورځې هڅو وروسته یې اور کنټرول کړی دی.
پولیس وایي چې د دې پیښې علت ښایي بې پروایي وي، خو د پيښې تحقیقات روان دي.
پاپ په انقره کې له ترکیي چارواکو سره ګوري
لیو څوارلسم نن د پاپ په صفت په خپل لومړي بهرني سفر ترکیې ته ورسېد.
د راپورونو له مخې پاپ لیو څوارلسم به د دې سفر په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او په سیمه کې به د ستونزو په تړاو خبرې وکړي.
پاپ به له ترکیې لبنان ته ولاړ شي.
پاپ لیو څوارلسم امریکایی دی. دی د مې په میاشت کې د نړۍ د یو اعشاریه څلور میلیارډه کاتولیکانو د مشر په توګه وټاکل شو.
رسنۍ: په واشنګتن کې برید کوونکی پخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ملاتړی و
د امریکایي رسنیو د راپور له مخې هغه کس چې سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو د ډزو شک پرې شوی ، یو افغان دی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه.
ان بي سي NBC شبکې شکمن کس ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال یاد کړی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې لکڼوال په دوه زره یو ویشتم کال کې امریکا ته تللی او ده لس کاله د افغانستان په پوځ کې د امریکایي ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ملاتړ خدمت کړی دی.
فاکس نیوز بیا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر جان راتکلیف په وینا ویلي دي چې لکڼوال د امریکا له مختلفو ادارو سره د استخباراتو په شمول همکاري کړې ده.
د چهارشنبې د ورځې د ډزو پرمهال د امریکا د ملي ګارد دوه سرتیرې سخت ټپیان شول.
تر دې حملې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې یو افغان چې له طالبانو تښتیدلی و سپینې ماڼۍ ته نژدې د دې برید په تور ونیول شو.
بل لور ته د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان وکړ چې د افغانانو د کډوالۍ او پنا غوښتنې بهیر یې تر نامعلومې نیټې پورې درولی دی.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې پر ایکسپاڼه لیکلي " زمونږ د هېواد خوندیتوب او ساتنه زمونږ د ماموریت یوازنی تمرکز دی".
د استرالیا په یوه ساحل کې د شارک برید یوه ښځه ووژله
د پنجشنبې په سهار د آسټرالیا د نیو ساوت ویلز په ساحل کې د شارک برید یوه ښځه ووژله او یو بل تن یې سخت ټپي کړ.
ځایی پولیسو وویل چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د شارک ( کوسه ماهي) لخوا پر دوو کسانو برید وشو.
فرانس پریس لیکلي، له ۱۷۹۱ راهیسې په آسټرالیا کې له ۱۲۸۰ څخه ډیر د شارک بریدونه ثبت شوي چې ترڅ کې یې ۲۵۰ تنه مړه شوي دي.
ډومینیکن جمهوریت: امریکا کولای شي له قاچاق وړونکو سره مبارزه کې د دوی له یوې اډې کار واخلي
ډومینیکن جمهوریت د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۲۶مه) وویل دوی به متحده ایالاتو ته اجازه ورکړي چې د مخدره توکو د قاچاق وړونکو په وړاندې د خپلو عملیاتو د یوې برخې په توګه د دوی له یوې اډې کار واخلي.
د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو په ضد دغو عملیاتو کې تراوسه ۸۰ تنه وژل شوي دي.
فرانس پریس وایي، دا اعلان د ډومینیکن پلازمینې سانټو ډومینګو ته د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د سفر په جریان کې وشو.
دا سفر وروسته له هغه کیږي چې امریکا د وینزویلا د مخدره توکو د قاچاق یو بانډ د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوماوه.
امریکا د سپتمبر له لومړیو راهیسې د وینزویلا لږ تر لږه ۲۰ بیړۍ چې په وینا یې دنشه یي توکو قاچاق په کې کېده، له منځه وړې دي.