د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۶

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په تېرو دریو میاشتو کې په امنیتي پېښو کې زیاتوالی راغلی


د طالبانو یو سرتېری په پلازمېنه کابل کې د ګزمې پرمهال
د طالبانو یو سرتېری په پلازمېنه کابل کې د ګزمې پرمهال

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي دي چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې دوی د روان میلادي کال د اګسټ له لومړۍ نېټې د اکټوبر تر ۳۱ مې پورې، په ټول افغانستان کې یې ۲،۷۳۷ پیښې ثبت کړي چې د تېر ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله ۱۴.۷ سلنه لوړوالی ښيي او په ټکو یې، ډېری تلفات په کې ملکیانو ته اوښتي دي.

«په افغانستان کې وضعیت او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یې اغیزې» په نوم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د دې سازمان د سرمنشي په دې راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د ډسمبر په ۱۱مه» د یاد سازمان پر وېب پاڼه خپور شوی، په کې راغلي چې په دې پېښو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو ډلو حملې او له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي نېښتې شاملې دي.

د راپور له مخې، د روان کال د اګست له لومړۍ نیټې د اکتوبر تر ۳۱ پورې، د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو که څه هم طالبانو ته کوم د پام وړ تلفات نه دي اړولي خو په ټکو یې، د ۴۱ پیښو پړې یې منلي، چې په کې په لاسي بمونو ځینې بریدونه او د طالبانو په پوستو او کاروانونو ډزې شاملې دي او له دې پیښو نولس یې تایید شوي دي.

په ناامنیو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو ډلو حملې او له ګاونډیو هېوادونو سره سرحدي پېښې شاملې دي.

په راپور کې د طالبانو ضد څو وسله والو ډلو لیست شامل دی لکه د ازادۍ جبهه، د مقاومت ملي جبهه، د ملي جګړې جبهه، د ملي تحرک جبهه، د افغانستان د خلکو د اسلامي ازادۍ جبهه، او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ چې د راپور په ټکو؛ په بغلان، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کندز، نیمروز، پنجشیر او تخار ولایتونو کې یې د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

له دې سره یاد راپور زیاتوي چې په دې موده کې، د داعش ډلې د خراسان څانګې لخوا د بریدونو په شمیر او کچه کې کې کموالی راغلی، خو د دې ډلې پر وړاندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو عملیات لا دوام لري.

د ملګرو ملتونو د سر منشي په دې ۱۵مخه ییز راپور کې دا هم راغلي چې د اګست په ۱۲مه، د داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې د دوی دوه جنګیالي، چې د غلا په تور نیول شوي وو، د کندز له زندانه تښتول شوي او د توقیف په وخت کې وژل شوي، د اګست په ۱۳مه، طالب ځواکونو د داعش خراسان څانګې یو قوماندان وواژه، او د اګست په ۱۵مه، داعش خراسان څانګې ادعا وکړه چې په ننګرهار ولایت کې یې یو کس د طالبانو د مخبر په تور "اعدام" کړی دی.

ځینې عام افغانان وایي که څه هم اوس ترهګرې او د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې په پټه فعالیتونه کوي خو په خبره یې وخت په وخت په ځانګړې توګه وروستیو ناڅاپي بریدونو دوی ته د امنیت په اړه په وېره کې اچولې او په خبره یې خپل او د خپلو کورنیو د امنیت په اړه مطئین نه دي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې سحر په دې ازادي راډیو ته وویل"له بده مرغه په دې وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو زیاتوالی خصوصا هغه چې قربانیان یې عام او بې دفاع خلک دي، د اندېښنې وړ دي،که څه هم ځینې سیمې ارامه ښکاري، خو د دې ارامۍ تر پوټکي لاندې د بې باورۍ او وېرې څپې دی، موږ تل په وېره او اندېښنه کې یو خصوصا کله چې چېرې عام خلک، ماشومان او ښځې هدف ګرځول کېږي."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په درې میاشتني راپور کې دا هم راغلي چې د اګست له لومړۍ نیټې د اکتوبر تر ۱۷ پورې له ایران، پاکستان او تاجکستان سره د افغانستان د پولو په اوږدو کې څو او بېلابېلې سرحدي پیښې رامنځته شوې دي چې د راپور په ټکو ډېری دې پېښو دواړو خواوو ته ملکي او پوځي تلفات اړولي دي.

د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې لګېدلی موټر
د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې لګېدلی موټر

دې راپور کې په دې موده کې د ګڼو هغو پېښو ارقام او ڼېټې لیکل شوي چې په کونړ، ننګرهار، خوست، بدخشان،لوګر، ننګرهار،پکتیا، پکتیکا، غزني، هلمند، کابل، قندهار، کندز او نورستان کې په سرحدي سیمو کې دواړو خواوو ته د هاوانونو او ځمکنیو نښتو له امله خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی چې هېچا ته به په افغانستان کې د امنیت د ګډوډولو اجازه ورنه کړي.

د ځینې ولایتونو په ځانګړې توګه هغو سیمو اوسېدونکي چې په ځلونو د پاکستان هوایي بمباریو سره مخ شوي وایي د مرګ ژوبلې د خطر تر څنګ ډیری وخت خلک له خپلو سیمو کډه کېدو ته اړه کېږي او په ورځو ورځو پټیو او سر خلاصو سیمو کې د نښتو پای ته په تکلیف کې انتظار وي.

د کونړ ولایت اوسېدونکې لطیفې ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستان اخوا بریدونو او سرحدي نښتو کې خلک تل ډېر په تکلیف کېږي، خوارکیان تل د نښتو پر مهال له خپلو سیمو نورو ولسوالیو یا مرکز ته تښتي، یوازې دا ستونزې او تکلیف نه دی بلکې ډېری وخت یې د کورنیو غړي، ښځې او ماشومان هم په کې وژل کېږي."

راپور زیاتوي چې د اګست له لومړۍ نیټې څخه د اکتوبر تر ۳۱ پورې، ملګرو ملتونو ۶۳ امنیت پیښې ثبت کړې چې مستقیم یې د دوی کارکوونکي اغیزمن کړي، خو په ۲۰۲۴ کال کې د ورته مودې په جریان کې ۷۸ پیښې وې.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو د حکومت ویاند یې ذبیح الله مجاهد او د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د دې دواړو په ګډون یو شمیر طالب چارواکو په وار وار په افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعاوې کړي او ټینګار یې کړی چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې او خبرداری یې ورکړی چې د امنیت ګډوډونکې کړۍ او ډلې به هم وځپي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو په دې راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، سیاسي تحولاتو او پرمختګونو، له دې هېواد سره د سیمېزې همکارۍ او اړیکو، اقتصادي حالاتو او مرستندویانو د بشري مرستو او اغیزوپه اړه یې هم بېلابیل موضوعات راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پاکستان، د تحریک طالبان پاکستان د مورچولونښه کولو په هدف د افغانستان پر خاوره بېلابېل بریدونه وکړل خو طالبانو تل دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان غړي نشته.

دواړو خواوو د دې وضعیت د پای لپاره ځو ځلې په دوحه، استانبول او ریاض کې سره بحثونه هم وکړل خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG