د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۷

امنیت شورا: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د (شدیدې اندیښنې) وړ دی، طالبان دې تګلارې بدلې کړي


د امنیت شورا غونډه، ارشیف
د امنیت شورا غونډه، ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او بشري کړکیچ د شدېدې اندېښنې وړ وباله او د طالبانو د سیاستونو د بدلون غوښتنه یې وکړه. په دې ځانګړې ناسته کې چې تېره شپه ترسره شوه، ټینګار وشو چې له طالبانو سره د نړېوالې ټولنې تعامل یوازې هغه وخت ممکن دی چې دوی خپلې نړېوالې ژمنې پوره کړي.

د امنیت شورا ډېری ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او بشري کړکیچ اندېښمنونکی وباله او د طالبانو د حکومت د چلند بدلېدو غوښتنه یې وکړه.

په دې ناسته کې چې د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۱۰ مه ترسره شوه، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې مرستیالې جورجت ګاګنیون، د یوناما د راپور په وړاندې کولو سره وویل، ښځې او نجونې په افغانستان کې لا هم د زده‌کړې او د عامه ژوند له ډېرو برخو محرومې دي، او که څه هم د افغانستان امنیتي وضعیت ظاهراً ارام ښکاري، خو خلک له شدیدې بې وزلۍ سره مخ دي.

هغې ټینګار وکړ چې د رسنیو ازادۍ محدودول او خبریالانو سره چلند، عامه چارو کې د خلکو د مشارکت فضا تنګه کړې، او د طالبانو د "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" د قانون تطبیق هم د ښځو او سړو په ورځني ژوند کې پراخه لاسوهنه رامنځته کړې ده.

د افغانستان اوسني چارواکي لا هم نړېوالې ټولنې سره د څو اړخیزه تعامل فرصتونه له لاسه ورکوي یا یې ردوي
د یوناما سرپرسته جورجیت ګاګنیون

ګاګنیون ټینګار وکړ چې له طالبانو سره یوځای کېدل یوازې د دوی د نړېوالو ژمنو د پوره کولو وروسته ممکن دي، ځکه په خبره یې له څو اړخیزه مشارکت سره د هغوی نه لیوالتیا د نړېوال فشار اغیز کم کړی او افغانستان کې د لا زیاتې انزوا خطر زیاتوي."د افغانستان اوسني چارواکي لا هم نړېوالې ټولنې سره د څو اړخیزه تعامل فرصتونه له لاسه ورکوي یا یې ردوي، هغه موضوع چې د ځانګړو مرسته کوونکو هېوادونو سره د همکارۍ د قطع کېدو خطر زیاتوي، ځکه دا هېوادونه د افغانستان د جدي پام نه کولو له امله د دوی د اندېښنو په وړاندې ورځ تر بلې ستړي او ناهیلي شوي دي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ د یوناما د اعلامیې په ځواب کې ویلي چې د افغانستان د ټولو خلکو حقونه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تضمین شوي دي او زیاته کړې ده چې: «افغانان مکلف نه دي چې د نورو ټولنو هغه بشري حقونه چې مختلف تعریف لري، د خپلو حقونو په توګه ومني.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بشردوستانه چارو مرستیال تام فلیچر، وویل په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د لوږې سره مخ کسانو شمېر زیات شوی او اوس ۱۷.۴ میلیونه ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې سږکال له ۲.۶ میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، بنسټیز خدمتونه په له منځه تلو دي، او د مالي سرچینو کموالی به په راتلونکي ژمي کې د اړمنو خلکو لپاره کافي خوراکي مرستې برابرې نه کړي.

د امریکا استازې په دې ناسته کې وویل، طالبان د خپلو سیاستونو له امله د خلکو د کړاو مسئول دي او د خبرو اترو لپاره پرې اعتماد نشي کیدای او امنیت شورا باید ورسره د تعامل په برخه کې په احتیاط عمل وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل، یوازې بشردوستانه مرستې حل لاره نه ده او افغانستان یو ټولشموله حکومت ته اړتیا لري.

نړېواله ټولنه باید په دې موقعیت کې خپل فشار وکاروي ترڅو په سیاسي خبرو کې د طالبانو د ګډون پرېکړه اغېزمنه کړي
نصیر احمد فایق

هغه زیاته کړه چې نړېواله ټولنه باید فشار راوړي څو طالبان د دې غوښتنې منلو ته اړ شي:"نړېواله ټولنه باید په دې موقعیت کې خپل فشار وکاروي ترڅو په سیاسي خبرو کې د طالبانو د ګډون پرېکړه اغېزمنه کړي، او دې لپاره چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د یو ټولشموله او مشروع حکومت د جوړېدو یوه موافقه رامنځته شي، باید د افغانستان د پراخو ډیموکراتیکو ځواکونو له مجموعې سره خبرې اترې وکړي. دغه سیاسي پروسه او ورته د هغوی ژمنتیا به د اوسني وضعیت لپاره یوه مهم پړاو وي."

د روسیې استازي ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، نړېواله ټولنه باید د افغانانو اړتیاوې له کوم دوه اړخیز ستاندارد پرته په بشپړه توګه په پام کې ونیسي، او همدارنګه د طالبانو سره په ټولو ستونزو دقیق او د باور پر بنسټ خبرې وکړي.

د چین استازي بیا وویل که څه هم د ملګرو ملتونو د راپور له مخې هڅې شوي چې د داعش ډلې په وړاندې مبارزه وشي، خو ترهګریزې ډلې لکه ETIM (د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ) او TTP (تحریک طالبان پاکستان ) لا هم په افغانستان کې فعالې دي او پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه ترسره کوي.

د پاکستان استازي بیا دې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، طالبان باید د صادقانه خبرو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي او د هغو هېوادونو له لوري چې منفي پروګرامونه لري د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې او له هغې هاخوا د بې‌ثباتولو وسیله و نه ګرځي.

هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید لا د متضادو اهدافو په لور کار کولو څخه لاس واخلي او له حقیقت څخه د انکار له حالت ووځي چې په خبره یې هېڅ چا ته ګټه نه رسوي.

د طالبانو حکومت مخکې هم په وار وار دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې TTP او نورې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې نشته او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد له خاوري څخه د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.

د نورو هېوادونو استازو په دې ناسته کې د ښځو د حقونو په ټینګښت ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د نړېوالې ټولنې غږ واوري.

دوی په ټولیزه توګه وویل چې د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی او په خپل حال پاتې دی او د بشري حقونو ناورین، بې وزلي او د ښځو د مشارکت محدودیت، داسې مهال چې طالبان نړېوالو ژمنو ته پاملرنه نه کوي، د هغه هیواد د لا زیاتې انزوا خطر ډیر کړی، او یوازې د نړېوال فشار او اصولي تعامل له لارې کولی شو بنسټیزو حل لارو ته ورسیږو.

XS
SM
MD
LG