د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې د بشري او انساني حقونو د وضعیت له خرابوالۍ او د ژمي په راتګ او هوا له سړېدو سره سره، زرګونه افغان کډوال د مخ پر زیاتېدونکو فشارونو له امله خپل هېواد ته ستنېږي.
یو، اېن، اېچ، سي، ار په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر ۲۷ یې په خپله ویب پاڼه خپره کړې، په پاکستان کې د دې ادارې استازې فیلیپا کاندلر په حواله ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون څخه زیات افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د نوموړې په وینا، که شرایط مناسب وای، دا د نمانځلو وړ خبره وه، خو په اوسني حالت کې دغه ستنېدل اندېښنې رامنځته کوي او حل لاره نه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍخبرداری ورکړی، چې د هوا په سړېدو او د انساني سرچینو په جدي کمښت سره، د اړتیاوو او امکاناتو تر منځ واټن په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی او که ستانه شوي کسان بیا په ښه ډول میشت نشي، د دوی له بیا کډوال کېدو مخنیوی نه شي کېدای.
په اعلامیه کې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویل شوي چې د د ستنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره لږ تر لږه ۳۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
په ورته وختکې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو، اېن، ډي، پي) هم د راستنو شویو کسانو لپاره د کافي مرستو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
دغه ادارې د نومبر ۲۷ نېټه په په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د مرستو کمېدو له امله، تیر کال له ۶۰ سلنه زیاتو ستنو شویو کورنیو هیڅ ډول نړیواله مرسته نه ده ترلاسه کړې.
له پاکستانه افغانستان ته یو شمېر ستنې شوې کورنۍ هم د خراب بشري وضعیت، د مرستو له نشتوالي او د ملاتړ د کمښت له امله شکایت لري.
نواز چې په دې ورستیو کې ستون شوی ازادۍ راډیو سره یې خبرو کې وویل:
"هوا ډېره سړه ده، په خدای که به طاقت کولای شو. هېڅ هم نه لرو، خوراکي مواد نه لرو، په کور کې ناروغان لرو، ډېرې ستونزې دي. نه کار شته، نه داسې سرپناه چې ماشومان په کې خوندي شي، په همدغې سړې هوا کې ژوند کوو."
حمیدالله بیا بیخي تازه شاوخوا لس ورځې مخکې له پاکستانه هیواده افغانستان ته ستون شوی. دی چې اوس په هلمند کې په یوې موقتې سرپناه کې ژوند کوي وايي:
"موږ یو ځای ته اړتیا لرو، باید د یو اېن اېچ سي ار یا دولت لخوا زموږ لپاره سرپناه جوړه شي، ځکه هوا ډېره سړه ده. همدارنګه خوراکي مواد راکړل شي، ځکه زموږ ټول مالونه په کراچۍ کې ضبط شوي."
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیول او اېستل په بې ساري ډول زیات کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې پاکستان کې د افغانانو د خونديتوب اړتیاوې لا هم جدي دي؛ په ځانګړې ډول هغو کسانو لپاره چې د کاري مخینې یا هم دا چې زیانګالي دي له خطر سره مخ دي.
دغه اداره وايي، په پاکستان کې ډېری افغانان د دې لپاره چې امنیت او کرامت یې تضمین شي قانوني اسنادو، حقوقي خدمتونو او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.
د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو او د اکټوبر په ۱۱ د ډیورند کرښې په اوږدو له نښتو وروسته ظاهراً پاکستان پر افغانانو فشارونه په بې ساري ډول زیات کړي، ډېرې دوی یې نیولي یا د پولیسو له ناسم چلند سره مخ شوي دي.
کوم افغان کډوال چې د پاکستاني پولیسو د دې ناسم چلند تجربه لري او ډیرې یې خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او د تیر جمهوري نظام چارواکي دي وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، د امنیتي ګواښونو او نورو هېوادونو ته خپل د کډوالۍ کیسونو د پړاونو د بشپړولو لپاره د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.