وروسته لدې چې تیره اونۍ د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پلان د جنجالي مسودې طرحه ناڅاپه څرګنده شوه، اروپایي هیوادونو دداسې یو متقابل وړاندیز لپاره هڅه وکړه چې د کیف لپاره یې منل اسانه وي او مسکو ته نسبتا لږ امتیازات ورکړي.
په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ امریکايي چارواکو سره خبرو لپاره جینیوا ته خپله مرکچی ډله واستوله. سپینې ماڼۍ او د زیلینسکي دفتر له خبرو وروسته وویل چې د مذاکراتو په یو " نوي او اصلاح شوي" چوکاټ موافقه وشوه چې عادلانه سوله به رامینځ ته کړې.
دوی وویل چې:
په راتلونکو ورځو کې په ګډو وړاندیزونو باندې متمرکز کار ته دوام ورکړي" او "د پروسې پرمختګ سره به د خپلو اروپایي شریکانو سره نږدې تماس کې پاتې شي.
دا جزئیات چې په امریکايي پلان کې کوم تعدیلات راوستل شوي سملاسي نه دي ترلاسه شوي. خو دامریکايي پلان لومړنۍ مسوده چې رسنیو ته یې درز کړی ، د ځمکو او مالي مسایلو نه نیولې په ناټو کې داوکراین دغړیتوب د احتمال او بشپړې عفوې ترامکان پورې له هغه متقابل وړاندیز څخه چې دفرانسې ، جرمني او بریتانیې په مشرۍ اروپايی هیوادونو وړاندې کړی مهم توپیرونه لري.
د ځمکو کړکیچ
د شنونکو په وینا د جګړې څخه د مسکو اصلي هدف دا نه دی چې ځمکې ونیسي بلکه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هوډ کړی چې اوکراین تابع کړي. خوداچې روسیې د اوکراین تقریبا پنځمه برخه ځمکې لاندې کړي، نو په ځمکو باندې واک او کنټرول په واقعیت کې هم د کیف او هم کریملین لپاره د سولې په هر تړون کې یو له خورا مهمو مسئلو څخه دی.
پرځمکو واک د متحدوایالاتو د لومړنۍ مسودې او د اروپا د متقابل وړاندیز ترمنځ یو له اصلي توپیرونو څخه هم دی.
د متحده ایالاتو د پلان د مسودې سره سم ، د ډونیڅسک، لوهانسک او کریمیا سیمې به " عملا د روسیې برخه وپیژندل شي"، او اوکراین به اړ وي چې د ډونیڅسک سیمې له هغه برخې څخه خپل ځواکونه وباسي چې دوی یې لاهم په خپل واک کې لري - او دا به روسیې ته یو لوی امتیاز ځکه وي چې کرملین ته به هغه ځمکې ورکړل شي چې د کلونو سختو جګړو په ترځ کې یې هم ونشو کړای لاندې کړي.
په ورته وخت کې، دامریکا د پلان په مسوده کې دا هم ویل شوي چې د سیمو دا برخه به یو "بې طرفه غیر نظامي حایل زون" وي چې "په نړیواله کچه به د روسیې اړوند" وپیژندل شي خو روسي ځواکونه به هم هلته د ننوتلو اجازه نلري - یو داسې ترتیب چې دواړه خواوې امکان لري پې راضي نه شي.
د خیرسون او زاپوریژیا سیمې به "د تماس کرښې په اوږدو کې منجمدې شي"، او د دې سیمو هغه ځایونه به " عملا د روسیې برخه وپیژندل شي " چې په لاس کې یې دي.
په دې ترتیب سره به د مسکو ګورت په هغه ځمکني دهلیز باندې نورهم ټینګ شي د روسیې له پولو د ازوف سمندرګي په غاړه د کریمیا ټاپو وزمې ته غځیدلی دی. کرملین د تورسمندر په غاړه کریمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې لاندې او په غیرقانوني توګه یې روسیې سره یوځای کړه.
د اروپايي وړاندیز مسوده کې د ځمکو لانجې ته یوه ډیره مختصره اشاره شوې خو په هغې کې هم روسیې ته د ځمکو د پریښودو او دونیڅسک څخه د اوکراین د وتلو په هکله هیڅ نه دي ویل شوي.
اروپايي وړاندیز کې راغلي
د ځمکو د تبادلې مذاکرات به دتماس د کرښې څخه پیل شي،
دا خبره د کییف او لویدیځ دا غوښتنه منعکسوي چې وايي د جبهې د کرښې په دواړو اړخونو کې په ځمکو باندې د واک او کنټرول د هرډول بدلون خبرې باید له اوربند وروسته وشي.
روسیې دا غوښتنه چې ولسمشر ټرمپ تیر پسرلي کې وړاندې کړه رد کړې.
د روسیې ولسشمر ویلادیمیرپوتین داهم ویلي چې هیواد یې په ډونیڅسک او لوهانسک سیمو باندی بشپړ کنټرول غواړي.
په تبعید کې د روسي ژبې نوایا ګازیتا یوروپ ورځپانې مسئول مدیر، کیریل مارتینوف، د ازادي اروپا راډیو خبرې څانکې ته وویل چې دی په پوره ډاډ سره ویلی شي چې اساسي پوښتنه د ځمکو اړوند ده.
هغه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې روسیه به اصرار وکړي چې د ډونیڅسک هغه سیمې چې تراوسه ازادې دي وروسپارل شي او په وینا یې دا غوښتنه د اوکراین لپاره "عملا نا ممکنه او د نه منلو وړ ده."
ناټو
د امریکا د پلان مسوده کې راغلي چې اوکراین به "په خپل اساسي قانون کې دا شامل کړي چې په ناټو کې به نه شاملیږي" او ناټو تړون باید دا ژمنه تایید کړي چې اوکراین به هیڅکله د غړي په توګه نه منل کیږي.
په مسوده کې داهم راغلي دي چې "تمه کیږي ... چې ناټو تړون به نور نه پراخیږي"، پدې معنی چې تړون به هیڅکله کوم نوی غړی ونه مني.
ولسشمر پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې په اوکراین باندی خپل بشپړ یرغل لپاره یو دلیل دا یاد کړی چې دغه هیواد ناټو سره یوځای کیده.
روسیې هغه مهال چې د ۲۰۲۱ کال په دیسمبر کې یې اوکراین سره د پولو په اوږدو کې خپل ځواکونو راټول کړي وو ، متحدو ایالاتو او ناټو ته په لیکونو کې د نورو غوښتنو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې وه چې اوکراین ته به د ناټو غړیتوب نه ورکول کیږي.
ناټو په ۲۰۰۸ کال کې اعلان وکړ چی اوکراین به بالاخره یوه ورځ د تړون غړی شي او د اوکراین اساسي قانون د ۲۰۱۹ کال راهیسې ژمنه کړې چې تړون سره د یوځای کیدو لپاره به هلې ځلې کیږي.
خو بیاهم لویدیځو چارواکو په وار وار هڅه کړې چې روسیې ته ووایي، چې د اوکراین سملاسي غړیتوب ناشونی ځکه دی چې د اوکراین د منلو لپاره په تړون کې دننه لیوالتیا کمه ده.
د اروپا وړاندیز همدا واقعیت منعکسوي او وايي چې "ناټو سره د اوکراین یوځای کیدل د ناټو غړو په اجماع پورې اړه لري، کومه چې شتون نلري."