د ناټو عمومي منشي مارک روټه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ۲۸ ماده ییز پلان په اړه له ازادي راډیو/راډیو سره خبرې وکړې، او د اوکراین او واشنګټن ترمنځ د خبرو په پیاوړتیا کې یې د ناټو تړون رول روښانه کړ.
دا پلان د اوکراین د پوځي ځواکونو محدودول، روسیې ته د سیمې سپارل او په مسکو باندې د بندیزونو د نرمولو په ګډون ځینې لانجمن مساییل وړاندیز کوي، چې په اروپا او کیف کې اندیښنې راپورته کوي ځکه ځینې برخې په لومړنۍ مسودې کې نه وو یاد شوي.
د ناټو عمومي منشي د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل د امریکا د سولې وړاندیز د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په لار کې کیف او واشنګټن سره نږدې کړي. هغه پر اوکرایین د روسیې یرغل د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا ترټولو لویه او وژونکې شخړه یاده کړه.
د ناټو عمومي منشي مارک روټه د امریکا او اوکراین د مذاکره کونکو ترمنځ په جینیوا کې ترسره شوې خبرې "ډیرې بریالۍ" وبللې.
روټه د ۲۸ ماده ییز پلان په اړه وویل: «دا روښانه ده چې د دې وړاندیز د ځینو ټکو په اړه باید ژور فکر وشي خو پرون مو چې څه ولیدل جنوا کې د ناستې پر مهال د یوه اساس په توګه یې اوکرایین او متحده ایالات د راتلونکي لار په اړه ډېر سره نږدې کړل. زه د اته ویشت ماده ییز پلان د هر خط په اړه څه نه وایم خو واضحه ده چې دې طرحې خپل هدف پوره کړ چې دواړه خواوې خبرو ته سره وهڅوي.»
دا پلان، چې د آزادې اروپا راډیو/راډیو آزادۍ په ګډون څو رسنیو ته افشا شو، د تیرې اونۍ په وروستیو کې په څو اروپایي پلازمینو او همدارنګه په کیف کې د خطر زنګونه وغږول، چې ځینو یې د کریملین "غوښتنې لیست" وباله.
په دې طرحه کې کییف اړ کېږي چې له ډېرو امتیازونو لاس واخلي، او داسې ښکاري چې د مسکو غوښتنې هم پکې منعکس شوي هغه چې د دونباس د سیمې (دونیتسک او لوهانسک) او کریمیا تسلیمي او د اوکرایین د وسله وال ځواک د اندازې محدودیت پکې راځي.
دا وړاندیز به مسکو ته اجازه ورکړي چې د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو ډلې ته بیرته راستون شي، او همدارنګه په تدریجي ډول په کریملین باندې د لویدیځ بندیزونه کم کړي.
د وړاندیز په خپرولو سره، اروپایي ډیپلوماتانو هڅه وکړه چې یو متقابل وړاندیز چمتو کړي چې د کیف لپاره اسانه وي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پیل کې اوکراین ته د نومبر تر ۲۷ پورې وخت ورکړ چې وړاندیز سره موافقه وکړي، که څه هم هغه وروسته په خپل دریځ کې نرمښت راووست.
د ناتو سرمنشي مارک روته تایید کړه چې د اونۍ په پای کې د ولسمشر ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په تماس کې و، مګر د وړاندیز د ټکو په اړه یې له خبرو کولو ډډه وکړه.