د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۱

د طالبانو حکومت دنړیوال بانک لخوا قراردادي شرکتونو ته د پیسو د ورکړې پیل اعلان کړ


د نړیوال بانک لوګو ، ارشیف
د نړیوال بانک لوګو ، ارشیف

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د نړیوال بانک لخوا  پروژو او قراردادي شرکتونو د پیسو د بیا ورکړې د بهیر د پیل اعلان کړی دی. د وزارت خبرپاڼه وايي نړیوال بانک له قراردادي شرکتونو شاوخوا ۴۵ میلیون ډالر پوروړی دی، چې ټاکل شوې دا پیسې په څلورو پړاونو کې ورکړي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د نړیوال بانک لخوا د پروژو او قراردادي شرکتونو د پیسو د بیا ورکړې بهیر پیل شوی دی.

دې وزارت په هغه بیان کې چې د شنبې په ورځ «د نومبر په ۲۲مه» یې په ایکس پاڼه خپور کړی زیاته کړې چې نړیوال بانک اوس چمتو دی چې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو پیسې بیا ورکړي چې اسناد یې د طالبانو د حکومت له راتګ دمخه بشپړ او پروسس شوي وو.

د طالبانو د مالیې وزارت په ټکو، د دې پیسو د بیا ورکړې بهیر چې په خبرپاڼه کې د ۴۵ میلیون ډالر یاد شوي، د نړیوال بانک د څارنې ټیم (TPMA) او دې وزارت لخوا د اسنادو له بیاکتنې او نهایی کیدو وروسته پیل شوی، او اوس مهال په څلورو مرحلو کې د پلي کېدو په حال کې دی.

په بیان کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به ۹.۳ میلیون ډالر په مستقیم ډول د نړیوال بانک لخوا بهرنیو قراردادي شرکتونو ته ورکړل شي، او په دوهم پړاو کې، چې اوس پیل شوی، ۱۶.۸ ملیون ډالر به د مالیې وزارت له لارې شرکتونو ته ورکړل شي.

د مالیې وزارت په ټکو، د دریم او څلورم پړاو لپاره به هم پوړونه په په نوبتي توګه ورکړل شي.

یو شمیر کارپوهان، له دې ډلې د نړیوال بانک پخوانی لوړ پوړي سلاکار ډاکټر طارق فرهادي دا اقدام په افغانستان کې د لویو زیربنایي پروژو د پلي کولو لپاره مهم ګڼي.

ده د شنبې په ورځ «د نومبر پر ۲۲ مه» ازادي راډیو ته وویل:

“د افغانستان او د افغانانو لپاره یو ښه خبر دی، د نړیوال بانک پروژې داسې تدبیر او ډیزانېږي چې ګټه یې خلکو ته ورسېږي، او داهم ممکنه ده چې په راتلونکې کې دا د دې لامل وګرځي چې د کاسا پروژه چې له ازبکستانه تر پاکستانه برښنا لېږدوي او ځینې نورې پروژې چې د خلکو په ګټه دي هم اجرا شي، زه دا د یوې مثبتې کړنلارې په توګه بولم.”

نړیوال بانک خپلې پروژې داسې ډیزاین او تدبیروي چې خلکو ته یې ګټه ورسیږي

د اقتصادپي چارو پوه عبدالنصیر رشتیا هم وایي:

“لومړی خو ډېر داسې شرکتونه وو چې نړیوال بانک ته یې کار کړی و او پروژې یې تطبیق کړې وې، په داسې حال کې چې دوی یې پورونه بیرته ورکوي له شک پرته چې خصوصي سکټور به بیا ورغېږي او د دې تر څنګ نړیوال بانک ډېرې مهمې زیربنایي پروژې تمویلولې او هغه نیمګړې پروژې چې پاتې وې بیرته یې پر خپل فعالیت پیلوي، چې خلک به په کار بوخت شي، په ټوله کې دا کولای شي افغانستان ته د باور وربښلو لامل وګرځي.”

له شک پرته چې خصوصي سکټور به بیا ورغېږي او د دې تر څنګ نړیوال بانک ډېرې مهمې زیربنایي پروژې تمویلولې او هغه نیمګړې پروژې چې پاتې وې بیرته یې پر خپل فعالیت پیلوي

د یادونې ده چې تر دې مخکې د روان کال د می په ۱۹مه، د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د یوه بیان په خپرولو د نړیوال بانک د پیسو د بیا ورکولو د عملي پروسې د پیل لپاره د چمتووالي اعلان کړی و.

په تیرو کلونو کې خصوصي شرکتونو په مکرر ډول د نړیوال بانک لخوا د دوی د پیسو د نه ورکولو په اړه شکایت کړی و.

د دې شرکتونو په خبره، دوی د تېر جمهوري نظام پر مهال نړیوال بانک پورې اړوند پروژې ترسره کړي خو د خپلو پیسو لویه برخه لا نه ده ورکړل شوې.

دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې د نړیوال بانک او نورو نړیوالو ادارو وروستي راپورونه ښیې چې د پراختیایي پروژو ځنډول او په دې وروستیو کلونو کې د بهرنیو مرستو د یوې لویې برخې کموالی د افغانستان د اقتصادي ودې د ورو کولو اصلي عوامل دي، چې د بیکارۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي لامل شوي، او د کورنیو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو وړتیا کې کمښت راغلی دی.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۷ ملیارد ډالر شتمنۍ هم کنګل کړې، چې نیمایي یې وروسته په سویس کې د امانت صندوق ته ولیږدول شوې ترڅو د متحده ایالاتو، سویس او باوري افغان استازو تر څارنې لاندې مدیریت شي.

د دې شتمنیو له کنګلېدو سره ، پانګه وال له نویو ستونزو سره مخ شول، د بیکارۍ کچه لوړه شوه، فابریکې غیر فعالې شوې، او یو شمیر خصوصي بانکونه د سقوط له جدي خطر سره مخ شول.

XS
SM
MD
LG