د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

ولسمشر اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اوربند په رعایت ټینګار کوي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، عکس له آرشیفه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، عکس له آرشیفه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايی انقره وضعیت له نږدې څاري او هیله مند دی چې د ترکیې په منځګړیتوب خبرې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تلپاتې ثبات لامل شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د شنبې په ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د ترکیې د دولتي انادولو خبري اژانس رپوټ وايی ، اردوغان وویل چې ترکیه "په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري."

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې په استانبول کې د پاکستان او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د خبرو اترو دوهم او دریم پړاو کوربه توب وکړ.

د ترکیې ولسمشر هیله څرګنده کړه چې دا خبرې اترې، چې د ترکیې په منځګړیتوب ترسره کیږي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلپاتې ثبات لامل شي، او وویل چې انقره به په دې پروسه کې برخه اخیستلو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د جمعې په ورځ پرته له کومې ځانګړې نتیجې پای ته ورسید.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی پلاوي په دې هیله په خبرو اترو کې برخه اخیستې وه چې پاکستاني پلاوی به د عملي غوښتنو په وړاندې کولو سره خبرې اترې وکړي، خو د هغه په وینا، د خبرو اترو په جریان کې، پاکستاني لوري د خپل کورني امنیت د ډاډمن کولو ټول مسؤلیتونه افغانستان ته راجع کړل.

له بلې خوا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د پاکستان د جیو نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د اوس لپاره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند په خپل ځای پاتې وي، تر هغه چې د هغه په وینا، له افغانستان څخه برید نه وي شوی.

هغه ادعا وکړه چې د استانبول د خبرو اترو په جریان کې، د طالبانو پلاوی له دوی سره یوې هوکړې ته رسیدلي وو، خو چمتو نه وو چې لیکلی تړون لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG