له پاکستانه او ایرانه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي د خوړو د خوندیتوب او ماشومانو د پالنې په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د خپلو ماشومانو لپاره کافي خواړه نه شي برابرولی او روغتیايي خدمتونو ته یې لاس رسی محدود دی.
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو د بېرته راستنو شویو کډوالو په کمپ کې میشت یو افغان چې په وروستیو کې له پاکستانه ستون شوی یکشنبه د نومبر په دوهمه یې ازادي راډيو ته وویل:
"هیڅ نشته، زموږ ماشومان له لوږې مري، خلک وايي چې په افغانستان کې څوک له لوږې نه مري، دوی دې راشي وضعیت دې له نږدې وګوري."
له ایرانه ستون شوي باز محمد چې اوس په جوزجان کې اوسیږي هم ازادي راډيو ته یې وویل:
"زما اولادونه له لوږي مړه کیږي، همدا مې مهدي زوی چیغي وهي او ډوډۍ غواړي، خو موږ ډوډۍ نه لرو."
دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه نړیوالو بنسټونو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه درې افغان کډوال ماشومان چې له خپلو کورنیو سره له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال ها غاړه بند پاتې وو د لوږې او سړې هوا له امله کندهار ته له رسېدو وروسته په کمپ کې مړه شوي دي.
سرچینو ازادي راډیو ته ویلي دغه درې ماشومان چې عمرونه یې د دوه او دریو میاشتو ترمنځ وو پرون شنبه د نومبر لومړۍ نېټه د دې ولایت د تخته پل ولسوالۍ په انزرګي کمپ کې مړه شوي دي.
له موضوع یوې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط اېادي راډيو ته وویل:
"دلته د تخته پل ولسوالۍ د انرزګي د کډوالو په کمپ کې درې ماشومان د لوږې او یخنۍ له امله د شنبې په ورځ مړه شول."
پاکستان د تېرې اکتوبر په ۱۱ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له طالب ځواکونو سره تر سختو نښتو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لاړې وتړلې خو پرون شنبه یې د تورخم او سپین بولدک چمن لار په یو اړخیز ډول د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانستې.
د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې سلګونه افغانې کورنۍ افغانستان ته د اوښتو په انتظار ها غاړه له خوړو پرته په سړه هوا کې په انتظار وې.
په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر واک لاندې سفارت د اکتوبر په ۳۰ مه په یوه اعلامیه د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، داسې مهال چې لارې تړلي او د کډوالو نیول او اېستل دوام لري، دا به پراخ انساني ناورین رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې د سپتمبر تر پایه پورې شاوخوا ۲ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
نړیوالو بنسټونو ویلي د دغه کډوالو پراخې ستنېدنې د افغانستان کمزورې زېربناوي تر فشار لاندې راوستي او د سرپنا، خوړو او ساتنې اړتیا یې زیاته کړې ده.
افغانستان ته ستنې شوې کورنۍ په داسې حال کې د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو له کمښت او لوږې شکایتونه کوي چې بیلابیلو نړیوالو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف استازي تاج الدین اویولي شنبه د نومبر په لومړۍ نېټه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د روان کال له پیل راهیسي په ټول افغانستان کې له ۴۸۰ زره زیاتو ځوارځواکو ماشومانو ته خواړه برابر شوي دي.
له دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي د اکتوبر په ۱۹ مه په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې وو چې په دې هیواد کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ مخ په زیاتېدو ده.
د نړیوالو شمېرو پر بنسټ ادا مهال د افغانستان له ۲۳ میلیونه زیات اوسېدونکي بشري مرستو ته اړتیا لري.