ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۳۱مه» پر خپله وېب پاڼه په یو بیان کې لیکلي، ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپل راپور کې ویلي چې پر ښځو محدودیتونه، تري تم کول، په رسنیو او مدني ټولنې فشار او د بشري مرستو کموالي بشري وضعیت نور هم نازک کړی دی.
هغه د ښځینه مرستندویه کارکونکو او د ملګروملتونو پرښځینه کارکوونکو د طالبانو محدودیتونه "بې ساري او د نه منلو" بللي دي.
دا هغه څه دي چې په افغانستان کې دننه یو شمېر افغان نجونې او ښځې یې هم په اړه شکایتونه کوي وایي چې د همدې جنسیتي تبعیض له امله له عمومي ژونده څنډې ته شوي او خپلو بشري او بنسټیزو حقونو محرومې ګرځول شوې دي.
ریچارډ بینېټ ویلي دي چې ښځې او نجونې په افغانستان کې د جنسیتي ځپنې له تر ټولو شدید وضعیت سره مخ دي.
د خوست ولایت یوې اوسېدونکې هریوا چې طالبانو له زده کړو بې برخې کړې، ازادي راډیو ته وویل"په افغانستان کې د نارینه وو په پرتله پر ښځو ډېر بندیزونه لګېدلي او دا چې موږ ښځینه یو، له زده کړو او کاره منع شوې یو، که دا وضعیت همداسې دوام ومومي دلته به د نجونو او ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شي ځکه اوس ژوند ته هیله نشته، ټولو ته له دې امله روحي او رواني ستونزې پیدا شوي، له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې پر طالبانو فشار راولي چې دوی لګول شوي بندیزونه ختم کړي."
د کابل ښار یوې اوسېدونکې مېرمنې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، هم ازادي راډیو ته وویل "له بده مرغه افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخو او سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي، د زده کړو له حقه نیولې تر کار او ټولنیز ګډونه محرومې دي، ډېرې ښځې په کور کېنول شوي، نجونې زده کړې نه شي کولای او ان کوچنی غږ یې ځپل کېږي، که دا حال دغه شان دوام وکړي موږ به یو خاموشه او مایوسه نسل پاتې شو."
ښاغلي بېنېټ په ټولو سیاسي او پرېکړه نیوونکو پروسو کې د ښځو د حقونو، غږونو او ادارې د متمرکز کولو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.
نوموړي له نړیوالو غوښتي چې په اوږدمهاله او دوامداره په ځانګړي ډول د افغان ښځو په مشرۍ سازمانونو تمویلولو ته ژمن پاتې شي.
په بیان کې د بېنېټ د راپور په حواله دا هم راغلي چې نړۍ باید په افغانستان کې روان بشري وضعیت ته پر رسېدنې تمرکز وکړي نه د حاکمو چارواکو په عادي ښودلو.
د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې هم په هېواد دننه د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې حالات تر ټولو بد بولي او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې پر طالبانو د فشارونو په واردلو د افغان ښځو او نجونو د حقونو تامینولو ته عملي او رېښتینی کار وکړي.
له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د ښځو د ازادۍ فانوس د غورځنګ غړې وجیهې امیني ازادي راډیو ته وویل"زموږ غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه باید نور سکوت ونه کړي،افغان ښځې رښتیني ملاتړ ته اړتیا لري نه یوازې بیانونو او ژمنو ته، باید پر طالبانو سیاسي، حقوقي او ډیپلوماتیک فشارونه زیات شي، تر څو د ښځو او نجونو حقونه بېرته ور وګرځوي، دغه شان لازمه ده چې په هېواد دننه او بهر د افغان ښځو د ملاتړ پروګرامونه پراخ شي، چې ښځې چپ پاتې نشي، اوس له افغان ښځو دفاع، له انسانیته دفاع ده."
یو شمېر ښځې او نجونې وایي د جنسیتي تبعیضونو له امله له عمومي ژونده ګوښه او له سختو کړاوونو سره مخ دي.
ریچارد بېنېټ ویلي چې طالبان باید خپلې تبعیضي کړنې پای ته ورسوي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو په برخه کې د څنډې ته شویو ټولنو پراخ استازیتوب ډاډمن کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د بېنېټ دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه د ده او راپور کې د مرکه شویو ښځو د غوښتنو او شکایتونو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو مجاهد وړاندې ویلي دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته ژمن دي.
د طالبانو حکومت د ریچارد بېنېټ راپورونه تل له حقیقته لرې بللي او افغانستان ته یې د هغه پر تګ هم بندیز لګولی دی.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې پراخ او شدید محدودیتونه او ان بندیزونه لګولي چې له نړیوال غبرګون سره مخ دي.
د یادونې ده چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ له ګاونډیو او ځینو اروپایي هیوادونو هم د افغانانو د ډله ییزې بېرته ستنولو وروستۍ څپې غندلي او په اړه یې اندیښنه څرګنده کړې ده.
هغه د دغو هېوادونو له دولتونو غوښتي چې د نړیوال قانون، په جبري ډول د نه ستنولو اصل ته درناوی وکړي.