د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۶

هرات کې د دریو ټلویزیونونو خپرونې غږیزې بڼې ته اوښتي، خبریالان یې اندیښمن کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې د طالبانو له لوري د رسنیو په انځوریزو خپرونو د بندیز له خبرتیا وروسته ویلي چې په دې ولایت کې د طالبانو ترکنترول لاندې د ملي ټلویزیون په ګډون د دوه نورو خصوصي رسنیو ویډیوي پروګرامونه ځنډول شوي دي.

دغه مرکز په یوه اعلامیه کې چې پرون د اکتور په ۱۹ مه یې خپره کړې ویلي چې دا اقدام په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن لمنکر د ریاست له لوري د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپراوي د بندیز تر اعلان وروسته شوی دی.

په اعلامیه کې د طالبانو دا اقدام د بیان د ازادۍ او د رسنیو د بنسټیزو اصولو خلاف بلل شوی او په کې ویل شوي چې دا کار د ازادو رسنیو پر کار او معلوماتو ته د خلکو په لاس رسي ناوړه اغیز لري هغه چې لا له وړاندې په جدي ډول محدود شوی دی.

دغه مرکز د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې په خپله دې پرېکړه دې له سره غور وکړي او د رسنیو لپاره داسې شرایط برابر کړي چې په ازاده توګه او ویرې پرته فعالیت وکړي او خبریالان له خپلو بنسټیزو حقونو برخمن شي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د عامه اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسولې سمیه ولي زاده د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ۲۰ مه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی اعلامیه د باوري سرچینو د معلوماتو پر بنسټ برابره شوې ده."هغه څه چې په اعلامیه کې ویل شوي د باور وړ دي، ځکه موږ تر هغه وخته هیڅ شی نه خپروو چې معلوماتو مو کره کړي نه وي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې اوس مهال په هرات کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون ترڅنګ نهه نور خصوصي ټلویزیونونه موجود دي چې د ژوندیو موجوداتو په انځورونو د خپرولو د بندیز پرېکړې یې پر فعالیتونو منفي اغیزه کړې ده.

دغه مرکز ویلي چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست استازو د روان کال د میزان په میاشت کې خپله دغه پرېکړه د سیمه ییزو رسنیو او یوټیوب چلونکو سره په یوه غونډه کې شریکه کړې او له دوی یې غوښتي چې له پرېکړې سره سم عمل وکړي.

په هرات کې د خبریالانو د حقونو د یو ملاتړي بنسټ یو مسول د نوم د خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل"د اوس لپاره دوی د هرات په ملي ټلویزیون کې د مرکز دفتر خپرونې خپروي، د دې ټلویزیون د هرات خبریالان مواد چمتو کوي او د مرکزي دفتر په خبري سرویسونو کې خپریږي، دوی یوازې تخنیکي برخه سمبالوي، دوی مواد چمتوي کوي او د خپراوي لپاره یې کابل ته استوي، نور ټلویزیونه هم نشرات لري خو هغه څه خپروي څه چې طالبان ورته وايي."

خو په هرات کې یوې سیمه ییزې خبریالې د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د هرات ملي ټلویزیون اوس مهال خپلې خپرونې د یو ولاړ تصویر سره خپروي چې د اډیو راپورونو سره مل وي."د طالبانو دا امر اول د هرات ملي ټلویزیون عملی کړی دی، زه د لا ډېرو معلوماتو لپاره لاړم د دوی ټول راپورونه مې تعقیب کړل له پرون راهیسي دوی خپل ټول مواد په آیدو او لیکلي بڼه خپروي."

دې له ازادي راډيو سره یوه لنډه ویډیو هم شریکه چې په کې د هرات د ملي ټلویزیون پرده ښکاري او یوازې د طبیعت له یو انځور سره د د خبریالانو اډیو غږونه خپروي.

د طالبانو حکومت په رسمي ډول پدې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې دطالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې د ژوندیو موجوداتو پر عکسونو او ویډیو خپرولو د بندیز پرېکړه به په تدریجې ډول په ټول افغانستان کې عملي شي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو پر بنسټ د روان ۱۳۰۴ کال د زمري له میاشتې بیا تر اوسه په هرات سربیره د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو د بندیز اعلان شوی چې د رسنیو کارونه یې محدود کړي او لسګونه ټلویزوني رسنۍ یا بندې شوي او یا هم په راډیو بدلې شوي دي.

په همدې حال کې په کابل د شمشاد ټلویزیون چې د طالبانو له لوري یې دوه ورځې وړاندې په خپرونو بندیز لګول شوی وو خپل فعالیتونه یې بیرته پیل کړي دي.

دغه ټلویزیون په یو بیان د مسلکي اصولو پر رعایت ټینګار کړی ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت ته په قناعت ورکولو یې دوباره خپل فعالیت پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د د رسنیو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو په رسنیو پراخه محدودیتونه لګولي او معلوماتو ته د لاس رسي په ګډون یې پر دوی سخت قوانین وضع کړي چې له امله یې ګڼ شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي او دغه راز زیات شمېر افغان خبریالان له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG