د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۳

د افغانستان او پاکستان ګڼ اوسیدونکي له اوربنده هرکلی کوي


دوحه کې خواجه اصف او ملا یعقوب د اوربند د تړون تر لاسلیک وروسته
دوحه کې خواجه اصف او ملا یعقوب د اوربند د تړون تر لاسلیک وروسته

په قطر کې د طالبانو حکومت او پاکستان حکومت ترمنځ د خبرو اترو په جریان کې د سمدستي اوربند هوکړه د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده. د دواړو اړخونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې په جګړو تر ډېره دوی زیانمن دي او دوی هیله لري چې دغه هوکړه په دایمي اوربند بدله او د سیمې د سولې او ثبات لامل شي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسیدونکي محمد علي ازادي راډيو ته وویل، په وروستیو نښتو کې د دوی سیمې ډېر زیان ولید خو اوس د جګړې پای ته رسېدو ته ټول خلک خوښ دي.

دا ښه اقدام دی، په دې څو ورځو نښتو کې ډېر ولسي وګړي ووژل شول، په دې کې ښځې وې، ماشومان وو، ان د کرکټ لوبغاړي په کې شهیدان شول، په دې سره به نوره وینه توېدل ودریږي
د ناړۍ اوسیدونکی

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې افغانان د جګړې طرفدار نه دي ځکه په خبره یې وسله والې نښتې خلکو ته پراخه زیانونه اړوي.

«جګړه پای ته ورسېده، موږ ډېر خوښ یو، دا اوربند باید دایمي شي، ځکه جګړه ملکونه ورانوي، جګړه خلک تباه کوي موږ جنګ نه غواړو، خو هیله مو داده چې دا اوربند باید دایمي شي.»

طالبان او پاکستاني چارواکي راتلونکې شنبه استانبول کې ناسته لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00


له کرښې بلې غاړې د تېرا د میدان یوه اوسېدونکې صدیق افریدي ازادي راډيو ته وویل:

په دغه نښتو کې دواړو لوریو ته پراخه زیانونه اوړي، اوس چې د امن کومه معهده وشوه دا ډېر ښه کار وشو، خو پکار داده چې دا معاهده باید تل پاتې وي، داسې نه وي چې میاشت وروسته بیا دا ماته شي او بیا نښتې رامنځته شي
د تیرا میدان اوسیدونکی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې موافقې هرکلی کړی دی او د اکتوبر په ۱۹ مه یې په خپله اېکس پاڼه یې په یو بیان کې یې لیکلي چې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب په نتیجه کې افغانستان او پاکستان یوې موافقې ته ورسېدل.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په همدې نېټه په یوه اعلامیه کې له دې پرمختګ هرکلی کړی دی.

په دې اعلامیه کې چې د دغه وزارت په ایکس پاڼه خپره شوې راغلي چې ترکیه به د افغانستان او پاکستان او سیمه کې د دایمي سولې او ټیکاو د راتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

شنبه ناوخته طالب او پاکستاني پلاوي د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې خبرې او په سمدستي اوربند هوکړه وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړه خواوو په یوه سمدستي اوربند او داسې یوه میکانیزم موافقه وکړه چې د دغو هېوادونو تر منځ دایمي سوله او ټیکاو رامنځته کړي.
د طالبانو حکومت ویلي دواړو لوریو هوکړه کړې چې د بشپړ او معنادار اوربند ترڅنګ به دواړه هېوادونه يو د بل په امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تأسیساتو بریدونه نه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په ۱۹ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې دغه راز په دې هوکړه کې ژمنه شوې د هغو ډلو او ګروپونو ملاتړ به نه کیږي چې د پاکستان د حکومت په خلاف دي.

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم په خپله اېکس پاڼه په همدې ورځ په یو بیان کې د دغه هوکړې هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې "دا پر سم لوري لومړی ګام دی او دا چې "دا مهمه ده چې د نورو ځاني زیانونو مخنیوي لپاره ټولې هڅې وشي."

نوموړي ویلي په دې برخه کې دوی د ترکیې په کوربه توب راتلونکې غونډه کې د څارنې د یو ځانګړي میکانیزم رامنځته کېدو ته سترګې په لار دي چې له مخې یې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرۍ ګواښ ته رسېدنه وشي.

په همدې حال کې د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر پوهان وايي داسې مهال چې دواړه لوري یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي که د دغه ادعاوو څېړنه ونه شي او حل لاره ورته ونه لټول شي دغه اوربند نه شي دوامداره کیدای.

له ډلې یې اسحاق اتمر ازادي راډيو ته وویل:

«اصلی ټکی دا دی چې د دوی ترمنځ د ټي ټي پي او داعش مسله به د دواړو لوریو ترمنځ څنګه حل کیږي، که دا موضوع حل نه شي نو فکر نه کوم چې اوربند دې دوام وکړي ښايي دوی بیا هم په یو بل حملې او بریدونه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو حکومت پاکستان د داعش خراسان څانګې په ملاتړ تورنوي.

خو دواړو لوریو په بیلابیلو وختونو کې دغه ادعاوې رد کړي دي.

د روانې اکتوبر په یولسمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې داسې مهال د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوې چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر په لسمه، پاکستان د دې میاشتې په نهمه په کابل د هوايي حریم په نقض او په پکتیکا کې په هوايي حملو تورن کړ.

سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې تخریب شوی موټر او کور
سپین بولدک کې د پاکستان په بریدونو کې تخریب شوی موټر او کور

له دې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ په وقفه یي ډول د کرښې په اوږدو کې نښتو دوام وکړو چې له امله یې لسګونه ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوخته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۶ مه ویلي وو چې په دې نښتو کې ۱۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان په بریدونو کې وژل شوي افغان کرکټران
د پاکستان په بریدونو کې وژل شوي افغان کرکټران

دغه شان په دې نښتو کې دواړو لوریو یو بل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG