د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د دې توافق د جزییاتو په اړه د بحث لپاره به د خبرو بل پړاو د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې وي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل چې د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د کابل مرکچي ډله دوحې ته رسیدلې ده او د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دفاع وزیر خواجه محمد آصف به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د خبرو مشري وکړي.
د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ځمکنۍ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې هوايي حملې وکړي. پاکستان وايي دا حملې یې پر هغو وسله والو ډلو کړې دي چې په افغانستان کې مرکزونه لري. خو طالبان پاکستاني وسله والو ته د پناه ورکولو ادعاوې ردوي او اسلام آباد د افغانستان په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو او اسلامي دولت ډلې یا داعش سره تړلو وسله والو ته د پناه په ورکولو تورنوي. اسلام آباد هم د کابل دا تورونه رد کړي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې اوه پاکستاني سرتیري ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر پرون شنبې د پوځي محصلانو د فراغت یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو حکومت باید هغه نیابتي ډلې چې په افغانستان کې پټنځایونه لري او په پاکستان کې دننه د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي کنټرول کړي.
د چارشنبې په ورځ دواړو خواوو پر ۴۸ ساعته اوربند موافقه وکړه خو د جمعې په ماښام د اوربند له پای ته رسېدو مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې پاکستان یوځل بیا پر افغانستان هوایي حملې وکړې.
هغه وویل چې بریدونو ملکي وګړي په نښه کړي او زیاته یې کړه چې کابل د ځواب ویلو حق لري مګر افغان جنګیالیو ته لارښوونه شوې چې د مذاکراتي ټیم د درناوي لپاره له غچ اخیستونکو اقداماتو ډډه وکړي.
د پاکستان په حملو کې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د کرکټ د دریو لوبغاړو په ګډون لس کسان ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راروانه میلادي میاشت په لاهور ښار کې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا له درې اړخیزو شل اووریزو لوبو څخه وځي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل چې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني وسله والو کمپونه په نښه کړي او دا یې رد کړه چې په بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
هغه وویل د پاکستان په حملو کې له ۱۰۰ ډیر وسله وال وژل شوي چې ډیری د ده په وینا د هغې ډلې غړي وو چې د جمعې په ورځ د میرعلي پر پوځي کمپ په ځانمرګی برید کې ښکېل وه.