په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د اکتوبر د ۱۵ نیټې د مازدیګر د شا او خوا څلورو بجو له چاودنو ایمرجنسي روغتون ته ۵ وژل شوي او ۳۵ ټپیان انتقال شوي دي.
په دې اړه د دغه روغتون په خبرپاڼه کې د ۱۰ ټپیانو حالت نازک ښودل شوی او په کې ويل شوي چې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر لا هم نهدی څرګند.
په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان عملیاتي مشر الساندرو پیرزي ویلي د روغتون په اته کیلو مترۍ کې په تایمني سیمه کې دوه چاودنې شوي او دوی اړ شوي چې د ډلهییزو تلفاتونو د مدیریت بیړنۍ طرحه عملي کړي.
هغه په دې اړه د خپلو خبرو په یوه برخه کې چې د کابل د ایمرجنسي روغتون په فیس بوک پاڼه خپرې شوي ویلي: "له بده مرغه ښځې او ماشومان هم په ټپیانو کې شامل دي. کوم تپونه چې مونږ ولیدل د چاودنې له امله دي، سوځېدلي او ضربه یې لیدلې، له لږ تر لږه یو کال راهیسې مو دومره زیات ټپیان نه وو لیدلي."
راپورونه وايي چې پاکستان یو ځل بیا په کابل کې په خپلو هدفونو هوایي بریدونه کړي دي.
فرانسپرس خبري اژانس د یوې پاکستانۍ امنیتي سرچینې په حواله لیکلي چې پاکستان د چهارشنبې په ورځ «دقیق بریدونه» کړي دي.
طلوع نیوز هم یوه ویډیو خپور کړی چې له چاودنې وروسته د مړو، ټپیانو او یوې څو پوړیزې ودانۍ د تخریبدو صحنې ښيي، دې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا هوايي بریدونه د پاکستان له خوا شوي چې پکې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو دقیق شمېر یې نهدی معلوم.
د ټولنیزو شبکو ځينو کاروونکو ویلي چې دا ودانۍ د کابل د تایمني په سیمه کې هدف ګرځېدلې ده.
په دې ورځ په ټولنیزو رسنیو کې له کابل ښار څخه هوا ته د تور لوګيو د پورته کېدو ویدیو ګانې هم خپرې شوې دي.
د جرمني ډي، پي، اې خبري اژانس د پاکستان د استخباراتي سرچینو له په حواله ویلي چې دا لوګي د اسلاماباد له لوري د یوې بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته پورته شوي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، ویلي چې دا اور او لوګي د تېلو د یوې ټانکر د سوځېدو و.
د کابل یو شمیر اوسېدونکي وایي، د چهارشنبې په ورځ د ماسپښین درې نیمې بجې شاوخوا یې د چاودنو غږونه اورېدلي دي:
د خیرخانې سیمې یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخېستل شي، ازادي رادیو ته وویل: "شاوخوا درې نیمې بجې به وې چې د څلورو درنو چاودونو غږونه واورېدل شول، برېښنا پرې شوه او تر اوسه هم نه ده راغلې. خلک، ښځې او ماشومان ډېر وېرېدلي وو. دوه یې د لبجر سیمه کې او دوه نورې د تایمني د پنځم سرک په شاوخوا کې وشوې."
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي چې د راپورونو له مخې پاکستان پر کابل او کندهار هوایي بریدونه کړي چې ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
هغه دا بریدونه «د نړیوالو قوانینو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده سرغړونه» بللې او ویلي یې دي که دا بریدونه دوام وکړي، افغانستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي.
طلوع نیوز هم د طالبانو د ځایي چارواکو له قوله لیکلي چې د چهارشنبې په ورځ مازیګر شا او خوا څلور بجې پاکستان د سپین بولدک پر کمیسارۍ برید وکړ چې د طالبانو له خوا ځواب ورکړل شو.
طالبانو د همدې ورځې په سهار بیا ادعا کړې وه چې د پاکستاني بریدونو له امله په سپین بولدک کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ نور ډېر ټپیان شوي دي چې وروسته بیا طالبانو هم پر پاکستان متقابل بریدونه کړي.
خو له دې نښو څو ساعته ورسته دواړو لوریو اوربند اعلان کړ.
ذبیحالله مجاهد او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چهارشنبې په مازیګر پنځه نیمې بجې اوربند نافذ شو.
مجاهد ویلي چې دا اوربند به تر هغې دوام وکړي چې مقابل لوری برید ونه کړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اوربند به یوازې ۴۸ ساعته وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي دفتر (یونوما) ویلي چې د طالبانو او پاکستان د پوځ تر منځ د وروستیو سرحدي نښتو له امله ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
(یونوما) د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د تلفاتو کره شمېر لا نه دی څرګند، او له دواړو خواوو یې غوښتي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره سمدستي نښتې ودروي.