د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ یوه اوسېدونکې چې خیاطي کوي وايي چې د خیاطۍ په پیسو خپل کور چلوي، خو نه چلېږي."
دې ۳۸ کلنې میرمنې چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، آزادۍ راډیو ته وویل چې څلور یې بچیان دي، کونډه ده، او نن، سبا یې د ډیرې ګرانۍ له وجې د ژوند او خیاطۍ ماشین څرخ جوړه نه سره تاوېږي. دا مېرمن زیاتوي"زه یو کونډه میرمن یم، څلور ماشومان مې دي، اقتصاد مو ډیر ضعیفه دی، بیخي ډیر په مشکلاتو کې یم، ډیرو ستونزو سره مخامخ یم، زه خياطي کوم دا خپل اولاد او کور پرې چلوم، تاسې ته معلومه ده چې ګراني بیخي ډیره ده، مشر زوی مې مریض دی راته. "
په افغانستان کې کلیوالې ښځې چې اکثرا په خیاطي او مالداراۍ بوختې دي وايي، ګټه، وټه یې کمه خو ګرانې ډیره ده.
نن د اکتوبر ۱۵ مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو عمومی مجمعې د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ونوموله او په لومړي ځل په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په رسمي ډول د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ونمانځل شوه.
د دې ورځې له نمانځلو موخه په کلیوالو سیمو کې د کرنې، د خوړو د تولید، چاپیریال ساتنې او د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې د ښځو د رول او ونډې ستاینه ده.
خو د ننګرهار ولایت اوسېدونکې ۶۳ کلنه خرما ګله چې درې زامن او دیارلس لمسیان لري وايي، د دې ورځې په اړه به هیڅ هم نه پوهېږې.
خرماګلې چې چرګان او چورګوړي ساتي ازادي راډیو ته وویل چې دوی درې وخته ډودۍ ته حیران دي.
نوموړې وايي"په دې ورځ نه پوهېږم. پخوا مو چرګه، چورګوړی کولو ګذاره مو کېدله خو اوس نه کېږي، قیمتي ده زیاته، د پولي او د پټي کار هم اوس نشته، وچکالي ده، سړي مو بیکاره دي."
د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ یوې اوسېدونکې چې مخکې یې د نجونو په یو منځني ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله او د خپلې کلیوالې کورنۍ مالي ملاتړ یې کوو، وايي د طالبانو په بیاځلي راتګ سره وزګاره شوې او اوس یې کورنۍ جدي اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
دې مېرمنې هم چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل"فعلا مشکلات نور هم ډیر شوي دي. یعنې مونږ کوم عاید نه لرو، ژوند په قرض باندې مخته ځي، البته چې په اوس وخت کې څوک چاته قرض هم نه ورکوي، نور څه نشته چې مونږ یې مصرف کړو او خپل روزمره ژوند پرې تیر کړو. "
فعالان وايي د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته کلیوالو ښځو هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې مخکې یې لرل.
د افغان ښځو شبکې مشره او د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته، کلیوالو ښځو د ژوند ډیری هغه فرصتونه او ازادۍ له لاسه ورکړي چې په خبره یې مخکې یې درلودې.
مېرمن سعيدي زیاتوي"په ټولیز ډول ویلی شو، چې د طالبانو له راتګ مخکې او وروسته د کلیوالو میرمنو پرتله ییز وضعیت ښيي چې ازادۍ او فرصتونه ډیر کم شوي دي، مخکې له طالبانو دې ښځو د اقتصادي او ښوونیز ان د سیاسي مشارکت امکان درلود او په ټولو برخو لکه په ورزش، هنر، ټولنیزو- سیاسي او اقتصادي فعالیتونو کې ښځو فعالیت درلود او ډیرې ښې مخته تللې خو د طالبانو تر راتګ ورسته وضعیت ډیر بدل شوی. مونږ ولیدل چې پر ښځو شدید محدودیتونو ولګول شول چې د دوی ټولنیز ژوند یې تر فشار لاندې راوستی دی. "
خو د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې، چې په دغه هیواد کې د نجونو او میرمنو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغانانو او نړیوالو ته د منلو نه ده.
د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته نه یوازې کلیوالې ښځې بلکې ښاري ښځې هم له ګڼو ستونزو په ځانګړي ډول له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ځکه طالبانو په ډیری دولتی او نادواتي ادارو کې د دوی په کار کولو بندیز لکولی دی، د دوی د سینګار سالونونه یې وتړل او دغه شان په ګڼو نورو برخو کې یې هم کار له پراخو محدودیتونه سره مخ دی.
کلیوالې ښځې مخکې په کلیو کې په پټیو او کورنیو باغچو کې په کرکیله، د چرګانو په ساتنه، مالدارۍ، لاسی صنایعوو، خیاطۍ او نورو برخو کې په کار بوختې وې، چې د دولت له خوا یې هم ملاتړ کېدو خو اوس په راپور کې مرکه شوې میرمنې وايي، د کار او بار هغه پخوانۍ خونده یې نه ده پاټې، ملاتړ هم ترې نه کېږي او د طالبانو د حکومت له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.