د کونړ، ننګرهار او کندهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې پرون هم د دواړو لورو ترمنځ خال خال ډزې کېدې، خو بېګا او نن د یادولو وړ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.
که څه هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو د کرارېدو راپورونه ورکول شوي، خو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي وضعیت لا هم ترینګلی ښکاري.
لږ ترلږه د ننګرهار، کونړ او کندهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل که څه هم وړمه شپه تر ګرمو نښتو وروسته پرون هم په ځینو سیمو کې خال خال ډزې اورېدل کېدی، خو د دوی په خبره اوس مهال وضعیت نورمال، خو اندېښمونکې دی.
"بېګا وضعیت ښه و، جنګ نه و، خو ډېر کسان چې د جګړې له وېرې له خپلو سیمو وتلي دوی بېرته نه دي راستانه شويد دوربابا اوسیدونکی
د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "بېګا وضعیت ښه و، جنګ نه و، خو ډېر کسان چې د جګړې له وېرې له خپلو سیمو وتلي دوی بېرته نه دي راستانه شوي او طالبانو هم خپلو پوستو ته درنې وسلې پورته کړې دي."
د ختیځ کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل له تېرې ورځې راهیسې طالبانو بېلابېلو پوستو ته زغره وال ټانګونه او درنې وسلې پورته کړي او د جګړې له امله بې ځایه شوي کسان لا هم بېرته خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي.
دی ادعا کوي چې وضعیت ته په کتو هره شېبه د جګړې د پیل خطر موجود دی: "په ټوله کې په کونړ کې وضعیت ارام دی، خو په غاښي، شیګل او ناړۍ کې فرضي کرښې ته نږدې لا هم طالبان ګوته په ماشه دي، کرښې ته نږدې ډېرې کورنۍ اسعد اباد او نورو امن سیمو ته ګډه شوي دي."
د سوېلي ولایت کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې کرښې ته نږدې کاروبار لري، ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسي بازار او د سپین بولدک دروازه تړل شوې او هېچا ته دروازې ته د نږدې ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
ده هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې پرون د اکټوبر په ۱۲مه د ورځې نږدې لس بجې پاکستاني جېټ الوتکو په دې ولسوالۍ کې هوايي حملې هم وکړې: "تېره ورځ پاکستاني جېټ الوتکو دلته حمله وکړه، تش ګودامونه وو هغه یې په نښه کړل، چاته په کې زیان ونه رسېده، خو له تېرې ورځې راهیسې د سپین بولدک بازار او کاروبار تړلی دی او وضعیت اظطراري دی."
د راپورونو له مخې له دې نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او سپین بولدک-چمن په ګډون ټولې لارې تړل شوې دي او د سوداګرۍ او ترانزیټ په ګډون د هر ډول تګ راتګ مخه نیول شوې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته یې خپره کړې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو د وروستۍ نښتې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي دوی هیله لري چې افغانان د یو رښتیني ډیموکراتیک نظام څښتنان شي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د طالبانو حکومت د "طالبانو رژیم" یاد شوی، هغه څه چې ظاهرا د طالبانو حکومت په اړه د پاکستاني لوري د سیاسي دریځ تغییر ښيي.
د پاکستان حکومت مخکې له دې د طالبانو حکومت ته د "افغانستان حکومت" او "موقت حکومت" یاداوه او بېلابېلو نړیوالو سټېجونو کې یې د ملاتړ سربېره ورسره د نړۍ د تعامل غوښتنه کوله.
که څه هم د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تازه اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د اکټوبر په ۱۲مه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې پاکستان په افغانستان کې د قومونو ترمنځ نفاق ته په لمن وهلو تورن کړ او ویې ویل چې ځیني افغانان یې په خپل دام کې راګیر کړي او غواړي د افغانستان د ملي امنیت په ضد یې وکاروي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه غیر ضروري بلل شوې او په کې ویل شوي چې له امله به یې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شي، خو د طالبانو حکومت ویاند دغه نښتې د پاکستان له لوري د کابل د هوايي حریم او په پکتیکا د هوايي حملو غچ اخیستونکي بریدونه بللي.
په دغه نښتو کې دواړو لورو یو بل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې هم کړې دي.
د طالبانو حکومت ادعا کړې چې ۵۸ پاکستاني ځواکونه یې وژلي او تر ۳۰ نور یې ټپیان کړي، خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګي پرون د اکټوبر ۱۲مه په دې جګړه کې د خپلو ۲۳ عسکرو وژل کېدل او دغه راز د ۲۹ نورو ټپي کېدل منلي، خو ادعا یې کړې چې تر ۲۰۰ طالبان یې وژلي دي، داسې مهال چې ذبیح الله مجاهد ویلي په دې نښتو کې ۹ طالبان وژل شوي او نږدې ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه کوم خپلواک بنسټ ازاډي راډیو ته دغه تلفات نه دي تأیید کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو ته د غبرګونونو په دوام تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي اماده دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو د پای ته رسېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو راپورونه مې اورېدلي دي، باید صبر وکم چې بېرته راستون شم، زه چمتو یم چې مداخله وکړمډونالډ ټرمپ
نوموړي منځني ختیځ ته د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو راپورونه مې اورېدلي دي، باید صبر وکم چې بېرته راستون شم، زه چمتو یم چې مداخله وکړم ځکه زه د جګړو په پای ته رسولو او د سولې په ټینګښت کې ماهر یم او زه ویاړم چې دغه کار کوم."
له بله خوا له دغو نښتو وروسته د پاکستان حکومت یو وار بیا خبرداری ورکړی چې په خپله خاوره کې به له قوانینو سره سم د افغان کډوالو په وړاندې اقدام وکړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بېګا ناوخته په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یو بیان کې لیکلي دي چې له افغانستان سره حالاتو کې بدلون راغلی او باید په پاکستان کې د افغان کډوالو حضور پای ته ورسول شي.
د پاکستان دغه خبرداري په پاکستان کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم اندېښمن کړي او عمومي فکر دا دی چې ښايي له دې نښتو وروسته له دوی سره د پاکستان چلند لا بدتر شي.
د راپورونو له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا ۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
په دوی کې زرګونه هغه کسان هم شته چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د امنیتي ګواښونو، سیاسي ستونزو او یو شمېر نورو دلایلو له امله دغه هېواد ته تللي دي.