د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۶

متقي: په پاکستان کې ځینې کړۍ د اړیکو د خرابولو هڅه کوي؛ اسلام‌آباد: متقي په افغانستان کې د ترهګرو د حضور په اړه پام بلې خوا ته اړوي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي یوځل بیا تورپورې کړچې په پاکستان کې ځینې کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي. نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې. هغه د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې پولې په اوږدو کې له وروستیو نښتو وروسته اوس وضعیت څه ډول دی وویل، په افغانستان کې اوس وضعیت ښه دی، خو غواړي یوشی واضح کړي چې له پاکستان سره د دوی اړیکي لوړې ژورې لري او زیاته یې کړه:

« له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه غواړم یوشی واضح کړم. د پاکستان عوام او په پاکستان کې کوم سیاسیون چې دي او د حکومت اکثره هغه غړي چې سوله غوښتونکي دي، دوی له افغانستان ښې اړیکې غواړي. له پاکستاني سیاسونو او عوام سره موږ هیڅ ستونزه نه لرو. په پاکستان کې ځینې خاصې کړۍ شته چې د وضعیت د خرابوالي کوښښ کوي. »

ښاغلي متقي واضح نکړه چې دا کومې کړۍ دي چې د ده په خبره د اړیکو د خرابیدو هڅې کوي. خو نوموړي ټینګاروکړچې افغانستان د خپلو پولو او هوایي قلمرو د دفاع حق د ځان لپاره محفوظ ساتي او هرډول تیري ته به فوراً ځواب وایي.

ښاغلي متقي چې له هند څخه په پنځه ورځني رسمي سفربوخت دی مخکې هم ورته ادعاکړې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه په کلکه ردکړې. د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرون یکشنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په هند کې په داډول څرګندونو سره غواړي چې ”په افغانستان کې د تروریستي ډلو د حضور په اړه” پام بلې خواته واړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي “د پاکستان ـ افغانستان د پولې په اوږدو کې د افغان طالبانو، فتنه خوارج او فتنه هندوستان لخوا د بې دلیله یرغل په اړه ژوره اندیښنه لري. داسې بې دلیله اقدامات چې موخه یې د پاکستان - افغانستان پولې بې ثباته کول دي، د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د سوله ایز ګاونډیتوب او همکارۍ اړیکو عمومي روحیه له منځه وړي.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو له خوا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان پرامنیتي پوستو بریدونه داسې مهال «بې دلیله» توجیه کوي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه بریدونه یې تیره اونۍ د کابل د هوایي قلمرو د نقض او په پکتیکا کې د پاکستان د هوایي بریدونو د غچ اخیستو لپاره ترسره کړي او ټاکلی هدف یې ترلاسه کړی دی. هغه په دغو بریدونو کې د پاکستان لورته د ۵۸ پوځیانو د وژل کیدو او دیرشو نورو د ټپي کیدو ادعا وکړه خو د پاکستان دفاع وزارت پرون یکشنبې په یوه خپاره کړي بیان کې ومنله چې په دې نښتو کې د دوې ۲۳ پوځیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. په بيان کې همدارنګه ادعا شوې چې پاکستانيو ځواکونو په ځوابي عملياتو کې تر ۲۰۰ زيات طالبان او په هغوی پورې تړلي نور وسلوال وژلي اود کرښې هغې غاړې ته يې ۲۱ پوستې د لنډ وخت لپاره نیولې وې.

د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې له دغوسختو نښتو وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې له افغانستان سره ګډې لوې لارې، تورخم او سپین بولدک او څو نورې لارې تړلې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې متحده عربي اماراتو له دواړو لورو د شخړو د کمیدو او زغم غوښتنه کړې ده. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې د زغم او هوښیارۍ لومړیتوب ورکولو او د اختلافاتو د حل لپاره د داسې ډیپلوماتیکو لارو د غوره کولو پراهمیت ټینګارکړی چې په جنوبي آسیا کې د امنیت او ثبات له پیاوړي کیدو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG