ولسمشرټرمپ تېره شپه په خپلو تازه څرګندونو کې له حماس ډلې وغوښتل چې چټک شي کنه د ده په وینا دا فرصت به له لاسه ولاړ شي. هغه پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې په دې چاره کې ځنډ نه شي زغملای.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي و، چې اسراییل په غزه کې د پوځي عملیاتو د بندولو له کبله ستايي خو اسراییلو پرون اعلان وکړ چې خپلو حملو ته دوام ورکوي.
ڼرمپ وايي حماس باید چټک شي کنه د ده په وینا دا فرصت به له لاسه ولاړ شي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، هیله من دی چې په دې هېواد کې د سکوت په نوم د دوشنبې په ورځ د راروانې رخصتۍ په ترڅ کې به ټول اسراییلي برمته خوشې شي. هغه زیاته کړه چې اسراییلي مرکچیانو ته یې لارښوونه کړې ده چې مصر ته ولاړ شي تر څو د غزې په اړه د احتمالي معاملې تخنیکي جزییات بشپړ کړي خو هغه ژمنه وکړه چې حماس ډله به یا د ټرمپ د پلان په اساس له ډيپلوماتیکو لارو او یا د اسراییلو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې بې وسلې شي.
قطر چې د غزې په نژدې دوه کلنه جګړه کې یې د منځګړي رول لوبولی، د ټرمپ پلان ته د حماس د مثبت دریځ هرکلی کړی دی او د بهرنیوچارو وزارت ویاند مجیدالانصاري وویل چې دا هېواد هم په غزه کې د اوربند لپاره د ټرمپ د پلان ملاتړ کوي.
د خبرو بل منځګړي مصر وویل هیله لري چې دا مثبت پرمختګ به ټول اړخونه د مسوولیت منلو د کچې لوړولو ته متوجه کړي.
د ملګروملتو ویاند ستیفان دوجاریک پرون وویل چې سرمنشي انتونیو ګوتیریش د حماس د دریځ هرکلی کوي او له ټولو خواوو غواړي چې په غزه کې د دردوونکې جګړې د پای ته رسېدو له فرصت څخه ګټه پورته کړي.
اروپايي هېوادونو، ترکیې او اردن د ټرمپ د پلان او د حماس د دریځ هرکلی کړی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر تورک وویل دی هیله من دی چې د ټرمپ پلان به له نړیوالو بشري حقونو او بشري قوانینوسره سم د دښمنیو د دایمي بندولو لپاره لاره اواره کړي. تورک وویل دا د ټولو خواوو او په کړکېچ کې د ښکېلو هېوادونو لپاره یو مهم فرصت دی چې په غزه کې د وژنو او روان کړکېچ مخه ونیسي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د نورو اروپايي مشرانو له هرکلي سره غږ غبرګ کړ. هغه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د اسراییلي یرغملو خوشې کول او په غزه کې اوربند نژدې شوي دي.
د جرمني صدراعظم فریدریښ میرڅ ویل چې د ټرمپ پلان د سولې د راوستو لپاره یو ښه فرصت رامنځ ته کوي او جرمني یې پوره ملاتړ کوي.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر د حماس دریځ یو د پام وړ پرمختګ وباله او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې د دې پلان د تطبیق لپاره بې له ځنډه اقدام وکړي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل دی باور لري چې حماس ډلې څرنګه چې پخوا یې هم دا کار کړی یوځل بیا ثابته کړه چې د سمدستي اوربند لپاره یو فرصت برابروي او اردن هم د حماس د دریځ ستاینه وکړه.
خو د لبنان حزب الله ډلې چې د حماس ملاتړ کوي ویلي دي چې د ټرمپ پلان له خطرونو ډک دی.