د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وايي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې له ۵ سوه زره ډېر څاروي له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان پرون جمعه د کتوبر په ۳ مه په یو راپور کې ویلي چې د زلزلې له امله د څارویو د خوراک زیرمې او ساتنې ځایونه ویجاړ شوي دي.
په راپور کې راغلي ګڼې کورنۍ چې پخوا یې په د عاید لپاره په خپلو څارویو او کرنه تکیه کوله اوس ان د خپلو ماشومانو د ورځنیو لپاره د پوره کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې دا چې ژمی مخ په رارسېدو دی زیانمنې کورنۍ د خپلو کرنیزو ځمکو د چمتو کولو او څارویو د ساتنې لپاره ډېر لږ وخت لري.
په راپور کې ویل شوي چې د دې فرصت له لاسه ورکول کولای شي د چې بزګران ښه حاصل ترلاسه نه شي کړای او په راتلونکې کال د لوږې بحران لا پسې زیات کړي.
دغه سازمان د دې ننګونو د حل لپاره د ۲۳ عشاریه ۵ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
په راپور کې ویل شوي چې دغه سازمان په سیمه کې د یو شبکې د رامنځته کولو له لارې د څارویو د درملنې په هدف واکسین تطبیق کړي او دغه راز یې لږ ترلږه له ۵۶۰۰ ډېر مړه شوي څاروي په خوندي ډول له منځه وړي تر څو د اوبو د سرچینو د ککړتیا او انسانانو ته د څارویو د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.
په ورتهوخت کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو یو شمېر زلزله ځپلي وايي وروستۍ زلزلې دوی او دوی کروندو او څارویو ته سخت زیان رسولی دی.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یو زیانمن شوي محمد حامد ازادي راډيو ته وویل چې زیات شمېر څاروي یې په زلزله کې مړل شول خو کوم چې ژوندي پاتي دي د روغتیا یې په اړه یې دا ډېر اندېښمن دی.
"زه څلور غواګانې او اووه پسونه لرم، همدا اوس، زموږ څاروي په سړه هوا کې سرپنا نه لري، ځینې څاروي ټپیان دي، پښې یې ماتې دي، د دوی وضعیت لا بدتریږي، موږ یو ساعت په موټر کې مزل کوو او د ولسوالۍ له بازاره ورته درمل راوړو، د خوراک لپاره هم څه نه لري، اوس لږ جوار وو هغه مې ورته واچول خو په ژمي کې د څارویو د خوراک لپاره هیڅ نشته."
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ یو زلزله څپلي سردار نوري هم ورته شکایت لري.
"یوه میاشت وړاندې، چې کله دلته زلزله وشوه د انسانانو ترڅنګ یې څارورو ته هم زیات واړوه، دلته شاوخوا ۱۰۰ څاروي له منځه لاړل، ستونزې شته، څاروي د اوسېدو ځای نه لري، په حقیقت کې لا انسانان سرپنا نه لري، څاروي خو پر ځای پرېږده، اوس مهال هوا ډېره سړه شوې ده، ګڼ شمېر څاروي ناروغان دي او درملو او وترنر ته اړتیا لري. "
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان په ختیځ مرګونې زلزلې زرګونه څاروي له منځه وړي دي.
دغه راز په کونړ کې د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارې ریاست د وترنرۍ د برخې عمومي امر ډاکتر غالب مسعود ویلي وو چې د وروستۍ زلزلې له امله د کونړ په دریو ولسوالیو کې زرګونه څاروي او کورنۍ چرګان له منځه تللي دي.
نوموړي ویلي چې د کونړ په څوکۍ، نورګل او چپه دره ولسوالۍ کې نږدې ۲۵۰۰ غواګانې او غوایان، نږدې ۹۵۰۰ پسونه او وزې او دغه راز شاوخوا ۳۵۰ اسونه او قچرې او له ۱۰ زره زیات کورني چرګان وژل شوي دي.
د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې مرګونې زلزله وشوه چې پراخه ویجاړې یې رامنځته کړې.
د رسمي راپورونو له مخې په دې زلزله کې له ۲۲ سوه ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۴ زره نور ټپیان شول.