دا اعلان داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې پر غزې بمباري سمدستي ودروي. ټرمپ دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې حماس او د اسلامي جهاد ډلو د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.
حماس او اسلامي جهاد د ولسمشر ډونالډټرمپ د سولې د پلان ځینې برخې منلې دي.
په عین حال کې د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.
بسال چې اداره یې د حماس تر ولکې لاندې غزه کې د ژغورنې عملیات کوي زیاته کړه چې د اسراییلو په بېګانیو حملو کې شل کورونه ویجاړ شوي دي.
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې عملیات یې د غزې په ښار کې دي او د دې سیمې له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل چې خپلو کورونو ته دې نه ځي. د پوځ ویاند ډګروال اویخای ادرعي پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې اسراییلي پوځیان لاهم په دې سیمه کې عملیات کوي او د خلکو راستنېدل خطرناک کار دی.
په غزه کې د اسراییلو په پرونیو حملو کې لږترلږه اویا کسان وژل شوي وو.
ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیل کې لیکلي اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي څو یرغمل شوي کسان سمدستي په خوندي دول خوشې شي.
حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې او اعلان یې وکړ چې چمتو ده ژوندي او مړه اسراییلي برمته خوشې کړي او د غزې د نژدې دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرو ته کېني خو دې ډلې د خپلو وسلو د سپارلو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
اسراییل وايي په غزې ښار کې عملیات روان دي او د خلکو راستنېدل خطرناک کار دی.
د حماس له دې اعلان وروسته ټرمپ وویل، دی باور لري چې دا ډله دایمي سولې ته چمتو ده. هغه پر اسراییلو غږ وکړ چې پر غزې بمباري سمدستي ودروي څو اسراییلي برمته په خوندي ډول راخوشې شي.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي نن وویل، دا ډله له همدې شېبې د ټولو مسایلو د حل لپاره خبرو ته چمتو ده. د دې ډلې یوه بل چارواکي وویل، مصر چې مخکې یې هم د منځګړي رول لوبولی دی، کولای شي د فلسطیني ډلو په ګډون د غزې د راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي.
همداراز د اسلامي جهاد ډلې نن په یوه بیان کې د ولسمشر ټرمپ د پلان په اړه د حماس دریځ تایید کړ.