د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

په اتریش کې میشت افغان ډاکټر عبدالرزاق ملیار ته د هغه د خدمت په پار نښان ورکړل شو


ډاکټر عبدالرزاق ملیار (منځوی)
ډاکټر عبدالرزاق ملیار (منځوی)

ډاکټر عبدالرزاق ملیار په اتریش کې میشت افغان ډاکټر، چې د دغه هیواد د زرګونو ډاکټرانو تر منځ یې د (Aesculsp) په نوم عالي نښان وګټو.

ښاغلي ملیار د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر دوهمه) ازادي راډیو ته وویل، دا نښان هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د طب په برخه کې یې غوره او استثنايي خدمتونه ترسره کړي وي.

نوموړی زیاتوي"دا نښان چې دې د (Aesculsp) نښان په نوم یادېږي د (Ärztekammer) طبي ټولنې له خوا هغو ډاکټرانو ته چې په طبي برخه کې ېې عامه خدمتونه په خارق العاده او استثنايي ډول کړې وي ورکول کېږي، یو وړوکی (Aesculsp) دی او بل لوی، هغه وړوکی یې ماته تقریباُ لس کاله مخکې راکړی و. "

ډاکټر ملیار لسګونه کاله په اتریش کې کار کړی او مخکې یې هم ورته نښانونه ګټلي دي.

خو ډاکټر ملیار یادونه کوي چې دا لوی نښان د روان زېږدیز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دې هیواد د شا او خوا لس زره ډاکټرانو تر منځ ده او دوو ښځینه ډاکټرانو ته ورکړل شو.

ډاکټرعبدالرزاق ملیار چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی دی، د ننګرهار طب پوهنخي یې لوستی او جراح ډاکټر و، هغه په افغانستان کې په بېلابیلو لوړو طبي پوستونو کې کار کړی دی خو د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې له سیاسي بدلون ورسته اتریش ته راغلی او په دې هیواد کې یې د عمومي طب په برخه کې له سره زده کړې کړې دي.

هغه له طب پرته په مایکرو بیولوژي برخه کې ماسټري هم لري.

ښاغلي ملیار ته یو نیم کال مخکې د اتریش د طب پوهنتون له خوا د طلايي ډاکټر لقب هم ورکړل شوی و.

نوموړی په دې اړه وايي"د طب پوهنتون له خوا ماته د پنځوس کلن طبي کار په درناوي مې، د طلايي ډاکټر لقب راکړل شوی و، تقریبا یو نیم کال به کېږي."

عبدالرزاق ملیار د اتریش د ولسمشر د روغتیايي چارو سلاکار هم پاتې شوی دی

ډاکټر ملیار وايي دی د اتریش هیواد دير عمر لرونکي ډاکټر هم دی او د دغه هیواد د ثنا مجلس له خوا په روغتیايي چارو کې د ولسمشر د سلاکار ډاکټر فرمان هم ورکړل شوی دی.

د ښاغلي ملیار په وینا"ځني ډاکټرانو ته دا د سلاکار لقب ورکول کېږي، د طبي شورا له خوانه وړاندیز کېږي، بیا هغه پیشنهادونه ځي وزارت صحت عامې ته، د پارلمان د رییس له خوانه بیا ماته دا فرمان راکړل شو چې ته د ولسمشر د سلکار په حیث وتاکل شوې. "

۷۷ کلن ډاکتر عبدالرزاق ملیار اوس په اتریش کې د افغان ډاکټرانو د ټولنې مشر هم دی.

د یادونې چې په بیلابیلو هیوادونو کې میشت یو شمیر افغان ډاکټرانو مخکې هم په نړیواله کچه بیلابیلو طبي برخو کې نښانونه، مډالونه او جایزې ګټلي دي، داسې مهال چې افغانستان نن، سبا د داسې هیوادونو له ډلې دی چې روغتیايي متخصین په کې ډیر کم دي.

د طالبانو حکومت په وار وار له بهر میشو افغان ډاکټرانو غوښتي چې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي، خو یو شمیر دوی مخکې د دې غوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته ویلي وو، هغه هیواد ته څنګه ستانه شي چې لوڼې یې په کې د زده کړو حق ونه لري.

طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته نجونې له شپږم ټولګي پورته او هم پوهنتونونو کې له زده کړو راګرځولي، ان دوی طبي برخه کې هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG